ولايتي شوراگانې: ټاکنې او ارزښت يې

د عکس سرچینه، AFP
- Author, داود جنبش
- دنده, لندن
د ټاکنو هنگامه په افغانستان کې توده ده، خو پام ډېر پر ولسمشرۍ راټول دى او ولايتي دا يې له خلکو هېرې کړې دي.
ټاکل شوې ده راى ورکوونکي د ولسمشر تر څنگ خپل ولايتي استازي هم په هماغه ورځ وټاکي چې دا اوونۍ ورته د نوماندانو تبليغاتي هلې ځلې پيل شوې. قانون، ولايتي شوراگانو ته په سيمه ييزو چارو کې د مشورې ونډه ټاکلې خو د څارنې واک يې ترې اخيستى دى. د شوراگانو ځينې مخالفين وايي چې د هغوى شتوالى اضافي دى او په تېره لسيزه کې يې کوم گټور کار نه دى ترسره کړى. نور بيا د هغوى لا پياوړتيا غواړي او وايي چې د هېواد جوړونه د سيمو له جوړونې او سمونې پيلېږي.
د پنجشنبې پر ماښام له تاسې اورو چې:
ولايتي شوراگانو ته ستاسې په سيمو کې په څه نظر کتل کېږي او ونډه يې څنگه ښه کېدلى شي؟ خلک د دغو شوراگانو په غوره کولو کې څنگه ښه ښکېل شي؟
د پنجشنبې پر ماښام خپرونې ته زنگ راووهئ، پر دې شمېره:
0044 207 436 09 19
او يا پر فيسبوک راته خپل نظرونه پرېږدئ.




