کمېسيون د ولايتي شورا ۱۹ نوماندان ويستلي

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولایتي شوراګانو احتمالي کاندیدانو نومونه له دې کبله د کاندیدانو له نوملړه ایستلي، چې وايي د عمر حد یې له شرایطو سره سم نه دی.
نور محمد سعيد په خپل راپور کې وايي، ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د دغو کاندیدانو تعلیمي اسنادوارزول هم پیل شي.
بل لور د ټاکنیز له پیل راهیسې ۱۵ ورځې تېرې دي او دې سره د ولسمشرۍ مقام یو شمېر کاندیدانو د ولس ملاتړ ځانته کولو لپاره ولایتونو ته سفرونه پیل کړي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو ارزونې کمېسیون په علني توګه د رسنیو پر وړاندې د ولایتي شورا ګانو له ۷۴ کاندیدانو سره پوښتنې وکړې او ځوابونه یې واورېدل.
په لومړنۍ ارزونه کې ثابته شوه، چې له دې کاندیدانو نه یو شمېر د عمر له حسابه په شرایطو برابر نه دي، یانې د قانون پر بنسټ د نوم ثبت کولو په ورځ یې عمر ۲۵ کلنۍ ته نه و رسېدلی.
د ارزونې په پای کې، چې نژدې درې ساعته وخت یې ونیو، د یاد کمېسیون ویاند نادر محسني خبریالانو ته وویل چې ۱۹ کسان يې له نوملړه وېستلي دي.
د دغو کسانو نومونه د رسنیو پر وړاندې یاد نه شول، ځکه د مسوولینو په وینا دغه دنده د ټاکنو مستقل کمېسیون اړونده ده.
د ولایتي شورا ګانو ځیني احتمالي کاندیدان د دوه درې دقیقه يي اروزنې لپاره له فراه او د ایکندي ولایتونو نه کابل ته راغلي وو.
دوی د دغې ارزونې په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
ټاکلې شوې ده، چې راتلونکې اوونۍ د ولایتي شورا ګانو د احتمالي کاندیدانو تعلیمي اسنادو ارزونه د ټاکنیزو شکایتونو ارزونې د کمېسیون له لوري پیل شي.
بل لور ته د ټاکنیزو منډو ترړو لړ کې د ولسمشرۍ مقام لپاره یو کاندید عبدالله عبدالله د ولس ملاتړ تر لاسه کولو لپاره په یوه سفر د هېواد شمال کې مزارشریف ښار ته لاړ.
د ولسمشرۍ مقام یو بل کاندید محمد شفیق ګل اغا شیرزی بامیان ولایت ته تللی او د دغه ولایت له اوسېدونکو یې غوښتي، چې د ټاکنو پر مهال ده ته رایې ورکړي.








