د ماشومانو لپاره لومړنی ګرځنده کتابتون

د عکس سرچینه، BBCPashto.com
د افغانستان عامه کتابتونونو ادارې لومړی ځل یوازې د ماشومانو لپاره ګرځنده کتابتون جوړ کړی.
دغه کتابتون په یوه بس ګاډي کې جوړ شوی او له ننګرهاره خپل کار پیلوي.
د چارواکو په وینا وروسته به ټول هېواد کې دغه لړۍ خپره شي.
کابل کې زموږ همکار نور محمد سعید پخپل راپور کې وايي، افغانستان کې د ښوونځیو کم عمره زده کوونکو لپاره لومړی ځل په حکومتي کچه ګرځنده کتابتون جوړ شوی.
دغه کتابتون د افغانستان ملي کتابتونونو ادارې د اسیا فاونډېشن په مالي مرسته جوړ کړی او د ماشومانو لپاره پکې تر نهه نیم زره ټوکه پورې کتابونه، چې په دواړو رسمي ژبو لیکل شوي ځای پر ځای شوي دي.
چارواکي وايي په لومړي پړاو کې به دغه ګرځنده کتابتون ننګرهار ته لېږي او تر څلورو میاشتو پورې به د هغه ولایت د لومړنیو ښوونځیو زده کوونکي له دې کتابتونه ګټه واخلي، چې وايي د بریالیتوب په صورت کې به وروسته دغه لړۍ نور هېواد ته هم وغځوله شي.
د عامه کتابتونونو رییس حمیدالله شهراني راته وویل، چې له دغې چارې نه یې مقصد د کتاب مطالعې ته د ماشومان هڅول دي.
د ښاغلي شهراني په وینا د ګرځنده کتابتون ډېری کتابونه خپله افغان لیکوالو لیکلي، خو وايي ځیني پکې داسې هم شته، چې له بهرنیو ژبو ژباړل شوي.

د عکس سرچینه، BBCPashto.com
نوموړی وايي ټولو کتابونو کې د ماشومانو لپاره د لیکوالۍ معاصرو مېتودونو ته پام شوی.
د افغانستان پلازمېنه کابل کې د عامه کتابتون مرکزي څانګه، چې د دغه ګرځنده کتابتون چارې یې اړوند دي، دا مهال تر ۱۰۰ زرو ټوکو پورې کتابونه لري، چې ډېری د خپل منځي جګړو له تاړاکونو خوندي پاتې کتابونه دي او ځیني یې داسې هم شته، چې له منځه یې لوستونکو پاڼې پرې کړې او له ځانه سره وړې دي.
خو اوس چارواکي وايي هوډ لري، چې دلته کتابونه ډېر کړي او د کتابونو غلا د مخینوي لپاره به عامه کتابتون کې څارونکې کامرې ځای پر ځای کړي.








