سيگار: ميليونونه ډالر سم نه دي لگېدلي

سیګار وايی د دا ډول یو وضعیت په پام کې نیولو سره د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې یو اس ایډ و نه شو کولای چې کانګرس ته قناعت ورکړي.
د عکس تشریح، سیګار وايی د دا ډول یو وضعیت په پام کې نیولو سره د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې یو اس ایډ و نه شو کولای چې کانګرس ته قناعت ورکړي.

د افغانستان د بیارغاونې لپاره د څارځانګړې امریکايي ادارې سیګار په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې د افغان حکومت شپږ وزارتونه او برېښنا شرکت نه دي توانیدلي چې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې یواس ایډ د یو اعشاریه شپږ میلیارده ډالرو مرسته تنظیم او د لګولو په اړه یې سم حساب ورکړي.

له کابله نورمحمد سعید په خپل رپوټ کې وايي، چې سیګار په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۱۳ کال له اګست میاشتې راهیسې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې یو ایس ایډ له کرنې، روغتیا، کانونو، مخابراتو،پوهنې، مالیې او برېښنا شرکت سره شاوخوا یو اعشاریه شپږ میلیارده ډالره مرسته کړې، خو دغو دولتي ادارو دا مرستې په سمه توګه نه دي لګولې او نه شي کولی په اړه یې په سمه توګه حساب ورکړي.

سیګار وايي دا مرسته د امریکا د نړیوالي پراختیا ادارې له خوا ۱۸ پروژو ته ځانګړې شوې وه، چې ۱۰ یې عملاً پلې کېدلې او اته نورې یې یواځې پلان شوې وې.

دغه اداره وايي د سمې څارنې او ارزونې نشتوالی، د کارکوونکو ټیټ ظرفیتونه، د مالي حسابونو نه ثبتول د ستراتیژیکو پلانونو نشتوالی او په ناسمه توګه د بودیجې جوړول هغه ستونزې وې چې له امله یې دغه پروژې په سمه توګه نه دي پلي شوې.

د افغانستان د بیارغاونې د څار امریکايي اداره په خپل راپور کې زیاتوي چې یو اس ایډ د وضعیت د ښه والي لپاره هغه ۱۶وزارتونو ته ۶۹۶ وړاندیزونه کړي وو چې یو اس ایډ غوښتل ورسره مرسته وکړي. له دې ډلې ۴۱یې له خطرناکو او بحراني حالاتو سره د چلند په اړه وو.

سیګار وايی د دا ډول یو وضعیت په پام کې نیولو سره د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې یو اس ایډ و نه شو کولای چې کانګرس ته قناعت ورکړي چې دغه وزارتونه د مرستې د جذب او مصرف وړتیا لري.

په ۲۰۱۰ کال کې افغان حکومت د لندن کانفرانس له ګډونوالو وغوښتل چې نړیوال دې خپلې مرستې د افغان حکومت له لارې ولګوي. امریکا او نورو هېوادونو ژمنه وکړه چې خپلې ۵۰ سلنه مرستې به د حکومتي ادارو له لارې ولګوي.