"راستانه شوي کډوال په زیانمن حالت کې کار کوي"

تر اووه سلنې ډېر کډوال وزګار دي، ۴۸ سلنه یې دومره ګټي چې پرې وپايي او بیا په دې ډله کې ۷۷ سلنه یې په زیانمن حالت کې کار کوي.
د عکس تشریح، تر اووه سلنې ډېر کډوال وزګار دي، ۴۸ سلنه یې دومره ګټي چې پرې وپايي او بیا په دې ډله کې ۷۷ سلنه یې په زیانمن حالت کې کار کوي.

کار نړیوال سازمان د افغان حکومت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سترې کمیشنرۍ په مرسته د بېرته ستنو شویو افغانانو د بوختیاوو په اړه یو راپور خپور کړدی.

په راپور کې د بېرته ستنو شویو او په کور دننه بې ځایه شویو کسان د بوختیاو په اړه اندېښنه ښوول شوې او ویل شوي یو ګڼ شمېر دغه کسان په زیانمن حالت کې کار کوي او اووه سلنه یې هیڅ کار نه لري.

دغه راپور په ۲۲ هغو سیمو کې د سروې له مخې جوړ شوی چې د کډوالو شمېر پکې لوړ دی. خو د راپور جوړونکي ۲۶ نورو سیمو ته چې ډېر کډوال پکې میشت دي د ناامنیو له کبله نه دي ورغلي.دغه راپور د څلورو میاشتو په اوږدو کې په هغو ۲۲ سیمو چې زیاتره وګړي یې کډوال دي جوړ شوی دی.

د کار نړیوال سازمان د افغان حکومت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سترې کمیشنرۍ په مرسته په دغه راپور کې د بېرته ستنو شویو افغانانو د بوختیاوو او حالت په اړه څېړنې کړې دي.

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي هیدکي کاګواش په کابل کې یوې غونډې ته وویل ددې راپور د جوړولو موخه د بېرته ستنو شویو او افغان کډوالو د حالت ته بیا کتنه ده: "د نن ورځې اصلي پیغام دا دی چې د بېرته ستنو شویو کسانو حالت ته بیا پام وکړو، ځکه هر کال شاوخوا ۴۰۰ زره کسان د کار بازار ته ننوځي او هر کال ۲۰۰ زره تنه بهر ته ځي او نژدې په همدې شمېر له ایرانه شړل کیږي.

نو دا په دې معنی دي چې د کار لپاره د کډوالۍ پر سر له خبرو پرته، د کډوالو د اقتصادي حالت په تړاو بحث به کومه ګټه ونه لري".

د کار د نړیوال سازمان له خوا په خپاره شوي راپور کې د بېرته ستنو شویو کډوالو د کار په تړاو بېلابېلې شمېرې خپرې شوې دي.

تر اووه سلنې ډېر کډوال وزګار دي، ۴۸ سلنه یې دومره ګټي چې پرې وپايي او بیا په دې ډله کې ۷۷ سلنه یې په زیانمن حالت کې کار کوي.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزرات مرستیال حسام الدین همراه وايي د کډوالو زیات بېرته ستنېدولو د کار موندنې په برخه کې د حکومت ستونزې ډېرې کړې دي.