د افغان پولیسو مرګ ژوبله ٪۵۰ کمه شوې

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي د امنیتي ځواکونو مرګژوبله کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
چارواکي ځینې ځانګړي تدبیرونه په ګوته کوي چې په وینا یې د مرګژوبلې کمېدو کې يې مهم رول لرلی دی.
د افغان ځواکونو پر وړاندې يوه ننګونه د نښتو سيمه کې خپلو خواکونو ته د نه رسېدو ستونزه يادېده، خو اوس وايي ټپیان يې د جګړې ډګر کې نه پاتې کېږي.
په افغان او نړیوالو رسنیو کې تر ډېره د افغان ولسي وګړو مرګژوبلې زياتوالي ترڅنګ د امنیتي ځواکونو د مرګژوبلې خبرونه هم خپرېدل، خو افغان چارواکي اوس ټينګار کوي، حالت نور د تېر پر څېر نه دی.
د افغان کورنیو چارو وزرات ویاند صدیق صدیقي په وینا له تېرو دریو میاشتو راهیسې د پولیسو په مرګژوبلې کې تر ۵۰٪ سلنې ډېر کموالی راغلی دی.
پر همدې مهال په کونړ او هم د کاپیسا ولایت الاسای ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې د ځینو سیمو د نیولو خبر ورکړل شوی دی.
ښاغلی صدیقي وايي امنیتي ځواکونو د افغانستان ختیځ کونړ او د کابل شمال کاپیسا ولایتونو کې چاڼیزو عملیات کړي او زياتوي د خلکو په مرسته یې یو شمېر سیمې له وسله والو پاکې کړې دي.
خو طالبانو بیا خپلو جنګیاليو ته د مرګژوبلې اړولو خبره رد کړې او په يوه خبرپاڼه کې يې افغان او بهرنيو ځواکونو د ځاني تاوان اړولو ادعا کړې ده.
که څه هم افغان چارواکي له وسله والو د يو شمېر سيمو پاکولو خبره کوي، خو په تېر کې دغه سيمه ډېر ځله لاس په لاس شوې دي.
د راپورونو له مخې همدا مهال هلمند، ارزګان او غزني کې څلور ولسوالۍ د مخالفو وسله والو په واک کې دي.
خو چارواکي وايي چې د هغو د بېرته نیولو لپاره هم پلانونه لري.








