کندهار کې د کوکنارو د مخنيوي نوې هڅې

توريالى ويسا وايي: د کندهار خلک د اقتصادي اړتياو له امله د کوکنارو کرکيلې ته مخه کړې
د عکس تشریح، توريالى ويسا وايي: د کندهار خلک د اقتصادي اړتياو له امله د کوکنارو کرکيلې ته مخه کړې

په کندهار کې د کوکنارو کرکيلې مخنیوي لپاره د ۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت نوى پروگرام پيل شوى دى.

فوډ زون دوه کلن پروګرام دى چې لگښت يې د امريکا پرمختيايي اداره پرې کوي.

د دغه پروگرام له لارې کروندګرو ته به کرنيز توکي ورکول کېږي او همداراز به يې حاصلاتو ته د بازار موندنې هڅه کېږي.

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د دغه پروګرام د پرانيستې پر مهال وويل "د فوډ زوڼ پروګرام به د کندهار ښار په ګډون په پنجوايي، شاوليکوټ، ميوند او ژړۍ ولسواليو کې هم کې پیل شې."

د ښاغلي ویسا په وينا که د فوډ زون پایلې مثبتې وي نو د امريکا د پرمختيايي ادارې په مرسته به د کندهار نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.

کندهار والي توریالي ویسا وایي د فوډ زون پروګرام درې نورې برخې هم لري، چې د ولسي پوهاوي ترڅنګ، په نشو د روږدو کسانو درملنه او د نشه يي توکو د کاروباريانو نيول هم په کې نغښتي دي.

ښاغلي ويسا وويل، دغه شل ميليون ډالر امريکايي مرسته به په دوو کلونو کې د ولايتي ادارې او د افغانستان د ماليې وزارت له لوري ولګول شي، خو نوموړي ټينگار وکړ چې د يادې پروژې د پلي کولو په لړ کې بايد د کندهار ظرفيتونه وکارول شي، او د عامه پوهاوي چارې يې بايد د دغه ولايت وګړي سمبال کړي.

ښاغلي ويسا زياته کړه، د کندهار خلک د اقتصادي اړتياو له امله د کوکنارو کرکيلې ته مخه کړې، ځکه ترياک په آسانۍ پلورل کېږي اونورو کښتونو ته بازار نه شته.

په همدې حال کې د افغانستان له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د پلان او پاليسي مرستيال هارون شېرزاد وايي، دغه پروګرام به کروندګر وهڅوي چې د کوکنارو له کښت نه لاس واخلي.

هغه زياته کړه، د ياد پروګرام له لارې به نه يوازې کروندګرو ته پوهاوى ورکړل شي چې د نورو بديلو کښتونو په برخه کې هم ورسره مرسته کېږي.

ښاغلي شیرزاد همدا راز وویل: له دې لارې به په نشو د روږدو ۹۰۰ کسانو درملنه هم وشي.

د فوډ زون پروګرام دکندهار ولایت په هغو ولسوالیو کې پلى کیږي چې په تیرو لسو کلونو کې په کې سلګونه پروژې پلي شوي دي.

په دغه ولایت کې اوس هم داسې ولسوالۍ شته چې په تیره یوه لسیزه کې هیڅ ډول مرسته ورسره نه ده شوې او نه هم هلته پرمختیایي پروژې پلې شوي دي.

د فوډ زون پروګرام وړاندې په ګاوڼډي ولایت هلمند کې پلى شوى، خو کروندګرو یې ترې نا خوښي ښوولې ده.