زهرا محمودي ته د بشر دوستۍ جایزه ورکول کېږی

دغې جايزې ته د امريکا د پخواني ولسمشر جيمي کارتر، د دغه هيواد نامتو سندرغاړی کريستن اگوليرا هم معرفي شوي
د عکس تشریح، دغې جايزې ته د امريکا د پخواني ولسمشر جيمي کارتر، د دغه هيواد نامتو سندرغاړی کريستن اگوليرا هم معرفي شوي

ټاکل شوې چې د افغانستان د ښځو د فوټبال د برخې مشره زهرا محمودي د نامتو سوک وهوونکي محمد علي کلي په نامه د بشر دوستۍ جايزه تر لاسه کړي.

دغې جايزې ته د امريکا د پخواني ولسمشر جيمي کارتر، د دغه هيواد نامتو سندرغاړي کريستن اگوليرا هم ځانونه نومولي دي.

په هغې غونډه کې چې د محمد علي کلي په اصلي ټاټوبي لويزويل ښار کې جوړيږي دغه جايزه به شپږو ځوانو رهبرانو ته ورکړل شي.

د دغو شپږو تنو له ډلې درې تنه يې له امريکا، يو تن له هند، يو تن له يوگاندا او يو بل يې د افغانستان نه غوره شوی دی.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون د تخنيکي برخې مشر طاهر رووفي بي بي سي ته وويل زهرا محمودي چې د افغانستان د نجونو د فوټبال لوبډلې لپاره يې ډيرې هڅې کړي، دغې جايزې ته غوره شوې ده.

افغانستان په وروستيو کلونو کې د سپورت په برخه کې زیاتې لاسته راوړنې لرلي، چې د کرېکټ او فوټبال وروستۍ برياوې يې نړیوال ګوته په غاښ کړل.

د جرئت جايزه

درې کاله وړاندې د جرئت نړيواله جايزه يوې افغانې مېرمنې ماريا بشير ته ورکړای شوه، چې د هرات د څارنوالۍ رييسه ده.

د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه ١٠ ښځو دې جايزې ته ځانونه نومولي وو، خو د افغانستان د هرات د څارنوالۍ رييسه ماريا بشير پر دې بريالۍ شوه، چې دا جايزه وګټي.

مېرمن بشير د طالبانو د واکمنۍ پرمهال، چې ښځو له کوره بهر کارونه او زده کړې نشواى کولاى، په خپل کور کې د کلي نجونو ته زده کړه ورکوله.

هغې په ٢٠٠٦ کال کې د هرات څارنوالۍ د رييسې په توګه رسمي دنده ترلاسه کړه.

ماريا بشير د فساد او درغليو پر ضد هلې ځلې پيل کړې او د ښځو د حقونو د خونديتوب په برخه کې ټينګه ودرېده.

زړورتيا جايزه

تر ماريا بشير وروسته د ملگرو ملتونو کلتوري سازمان يونيسکو د ٢٠١١ ميلادي کال د، نه تاوتريخوالي او زړورتيا، جايزه يوې افغانې پيغلې انارکلي هنریار ته ورکړه.

انار کلي ته دا جايزه د هغو کړنو په بدل کې چې نوموړې د بشر د حقونو د خوندي کولو او د تاوتريخوالي په مخنيوې کې کړې دي، ورکړل شوه.

انار کلي هنريار د افغانستان د مشرانو جرگې غړى او د بشر د حقونو د خوندي کولو د ډگر يوه فعاله ده.

د نه تاو تريخوالي او زړورتيا نړيواله جايزه هر کال يو داسې چا ته ورکول کيږي چې په خپل هيواد کې يې د تاوتريخوالي پر وړاندې پام وړ مبارزه کړې وي.