کرزي د لوگر دوه امنيتي چارواکي له دندو ګوښه کړي

ولسمشر حامد کرزي د کابل په جنوب کې د لوگر امنيه قوماندان او د استخباراتو رييس دواړه له دندو گوښه کړي دي.
د لوگر دغه دوه جگپوړي امنيتي چارواکي له هغه يوه اوونۍ وروسته له دندې شړل شوي، چي والي ارسلا جمال ووژل شو.
د لوګر د والي وياند دين محمد درويش بي بي سي ته وويل، دغه دوه چارواکي د بي کفايتۍ له کبله له خپلو دندو لرې شوي او پرځاى نوي کسان په دندو گومارل شوي دي.
د افغانستان د لوګر والي ارسلاجمال په جومات کې د ایښودل شوي یوه بم په چاودنه کې ووژل شو.
ښاغلي جمال (سه شنبه، اکتوبر ۱۵) سهار د اختر د لمانځه پرمهال خلکو ته وینا کوله چې چاودنې ځای پر ځای وواژه.
د لوګر د والي وياند دین محمد دروېش بي بي سي ته وویل، چاودېدونکي توکي په هغه مایکروفون کې ځای پر ځای شوي وو، چې ارسلا جمال په کې د پل علم په جامع جومات کې د اختر له لمانځه وروسته خلکو ته وینا کوله.
خو وروسته د افغانستان ملي امنيت وويل، چې دغه چاودېدونکي توکي په قرانکريم کې ځای پر ځای شوي و.
په لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي، د چاودنې په پایله کې د والي وژل کېدو ترڅنګ ۱۵ کسان ټپیان دي.
ولسمشر کرزی دا وژنه غندلې او ويلي يې دي چې طالبانو د بمونو په اېښودلو او پر جوماتونو او لمونځ کوونکو د بریدونو په ترسره کولو له اسلام او بشریت سره خپله ښکاره دښمني په اثبات و رسوله.
د لوګر ولایت وژل شوی والي ارسلا جمال د پکتیکا ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ په برات خېلو کلي کې ۱۳۴۴ کال کې وزېږېد.
ارسلا جمال لومړنۍ زده کړې د افغانستان پلازمېنې کابل په حبیبیه لیسه کې وکړې او وروسته یې تر ۱۲ ټولګي پورې د پېښور په سید جمال الدین افغان لېسه کې منځنۍ زده کړې وکړې.
ارسلا جمال ولسمشر کرزي ته نژدې کس و او د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې یې د هغه لپاره انتخاباتي منډې ترړې کولې.








