جلال اباد: ځانمرګي ۳ کسه وژلي ۷ يې ټپيان کړي

چاودنه د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مخې ته د موټر پر مټ شوې
د عکس تشریح، چاودنه د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مخې ته د موټر پر مټ شوې

د افغانستان له ختیځ ولایت ننګرهار نه راپورونه وايي، چې جلال اباد ښار کې دوه چاودنې شوې دي

د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزی وايي لومړۍ چاودنې چې د موټر پر مټ شوې لږ تر لږه دوه پولیس او دوه ملکيان وژلي دي.

ښاغلی عبدالزی وايي په دغه پېښه کې اووه کسه نور ټپيان دي، چې په خبره يې ټول افغان پوليس دي.

خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې د دريو کسانو وژل کېدل تاييدوي، چې دوه يې ملکيان او يو پوليس ښيي.

د دغه ولایت امنیتي چارواکي وايي لومړۍ چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې هغه مهال وشوه، چې یوه ځانمرګي بریدګر خپل موټر ته د جلال اباد د امنیې قوماندانۍ مخې ته چاودنه ورکړه.

دويمه چاودنه د جلال اباد ښار په ختيځه څنډه کې شوې، خو چاته يې ځاني زيان نه دی اړولی.

د قاري حمزه په نامه یوه کس چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند بولي، د ټیلیفون له لارې بي بي سي ته ویلي، چې دغه برید د دوی له خوا تر سره شوی دی.

د افغانستان په ختيځ کې پروت دغه ولايت تر يوه بريده ارامه بلل کېده، خو په وروستيو مياشتو کې دغلته امنيتي پېښو وښوده، چې تر ډېره خوندي نه دی.

په دغه ولايت کې چې پولې يې له خيبر پښتونخوا سره نښلي، طالبان، اسلامي حزب او نورې ډلې فعالې دي.