د بدخشان کران او منجانو د سقوط ضد او نقیض ادعاوې

وسله والو طالبانو ادعا کړې چې د بدخشان ولايت د کران او منجانو ولسوالي يې تر خپلې ولکې لاندې راوستې، دغې ډلې دا هم ويلي چې د دغې ولسوالۍ ټول امنيتي ځواکونه يې يرغمل کړي دي.
د بدخشان ځايي چارواکي د طالبانو دغه ادعا نه مني ، خو وايي چې لا هم په دغې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو سره جگړه روانه ده او دوى نوي ځواکونه هم سيمې ته استولي دي .
کابل کې زموږ همکار محمود کوچی وايي، د شمال ختيځ ولايت بدخشان د کران او منجان له ولسوالۍ نه يو شمير خلکو بي بي سي ته د تيليفون په ليکه وويل چې دغه ولسوالي د ېالبانو تر ولکې لاندې راغلې.
طالبانو هم ويلي چې تيره شپه يې سلگونو وسله والو پر دغې ولسوالۍ بريد کړى چې له امله يې دغه ولسوالي په چورلټ ډول ولکه کړې او هلته يې شته امنيتي ځواکونه يرغمل نيولي دي.
جګړه
د بدخشان ولايت چارواکي بيا په دې اړه ضد او نقيضې خبرې کوي، د بدخشان د همغږى قومندان جنرال اسحق تمکين بي بي سي ته ومنله چې دغه ولسوالي د طالبانو تر ولکې لاندې راغلې، خو د ولايتي ادارې وياند عبدالمعروف راسخ بيا د طالبانو لاس ته د کران او منجانو د ولسوالۍ لوېدل په کلکه ردوي، خو دا مني چې اوس هم په دغې ولسوالۍ کې سخته جگړه روانه ده.
د بدخشان د کرانو منجانو ولسوالي هغه سرحدي ولسوالي ده چې د شمال له خوا د نورستان د پوشال له سيمې سره گډه پوله لري، چې د طالبانو له خوا يې نيول ډېر ارزښت ناک بلل کيږي، طالبانو ويلي چې له دغې ولسوالۍ نه يې د سپکو او درنو وسلو سترې ډيپوگانې هم تر لاسه کړي دي.
د ځينو پوځي شنونکو په باور په دغه ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو برمته کول ښايي د ډير ارزښت وړ نه وي، خو هغه ټينگار کوي چې د طالبانو لاس ته د دغې ولسوالۍ د لويدلو ارزښت په دې کې دى چې له دې روسته به د دولت مخالف وسله وال وتوانيږي چې په اسانۍ سره د کونړ او نورستان له ولايتونو نه پوځي اکمالات وکړي او د پاکستان نه هم ښايي ورته په اسانۍ سره وسلې او نور لوزظستيکي توکي ورسيږي .
که طالبان پر دغې ولسوالۍ واکمن شوي وي، نو دا به د افغان دولت لپاره ستره ننگونه وي.
تر دي وړاندې هم افغان ځواکونه د دغه ولايت په بيلابيلو ولسواليو کې له طالبانو سره په جگړه کې ښکيل وو ، لا هم افغان ځواکونه نه دي توانيدلي چې له وردوج ولسوالۍ نه طالبان په شا کړي .








