"د ټولنيزو شبکو کارولو عامه پوهاوی زيات کړی"

په پلازمېنه کابل کې د افغانستان له لر او بر څخه د ټولنیزو انټرنېټي شبکو لسګونه کاروونکي په هېواد کې د ټولنيزو او سياسي موضوګانو په برخه کې د دغو شبکو د رول د ارزولو په موخه راټول شوي دي.
نور محمد سعيد په خپل راپور کې کاږي، دغه غونډه د امپیشن افغانستان په نوم مرکز په نوښت او د یو شمېر نړیوالو ادارو په مرسته جوړه شوې وه.
د غونډې بلونکي وايي، له غونډې یې موخه په هېواد کې له دغو شبکو نه د ګټې اخیستنې وده او په ټولنیزو او سیاسي مسایلو کې د دغو شبکو مثبت رول لپاره زمینه برابرول دي.
د غونډې تنظيموونکو ویل، دا چې اوسمهال په افغانستان کې ډېر لږ کسان انټرنېټ ته لاسرسی، ځکه دوی تمه نه کوي، چې ډېر ژر به د دغه ډول غونډو پایلې څرګندې شي، خو د دوی په وینا موخې یې لنډ مهاله نه دي.
د افغانستان د ټاکنو کمېیسیون د دارلانشاء رییس ضیاء الحق امرخیل وايي، دوی د افغانستان راتلونکو ټاکنو لپاره له دې شبکو نه د عامه پوهاوي او معلوماتو وړاندې کولو لپاره ګټه اخلي.
د غونډې یوه ګډونوال او د کندهار والي ویاند جاوید فیصل په وینا غواړي، د همدې ټولنیزو شبکو پر مټ نړیوالو ته وښيي، چې افغانستان کې یوازې تاوتریخوالي موجود نه دی، بلکې دوی خپل هېواد کې د ژوند نور شته اړخونه او مناسب انځور هم نړیوالو ته ښيي.
په داسې حال کې، چې د افغانستان د مخابراتو وزارت چارواکي وايي، دا مهال په ټول افغانستان کې نژدې دوه نیم میلیونه خلک انټرنېټ ته لاسرسی لري، د نننۍ غونډې جوړوونکو په وینا توانېدلي، چې د افغانستان له ۲۴ ولایتونو څخه نژدې ۲۰۰ کسان یادې غونډې ته راوستي.
د غونډې جوړونکو په وینا دوی تمه لري، چې هر کال به دغه ډول غونډې جوړې شي او د وخت په تېرېدو به افغانستان کې له ټولنیزو انټرنېټې شبکو څخه مثبته ګټه اخیستنه وده وکړي.








