ارګ: اسلام اباد دې مهم طالب بنديان خوشي کړي

په ټوله کې د طالب بندیانو خوشي کېدل د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته کوي.
ایمل فیضي
د عکس تشریح، په ټوله کې د طالب بندیانو خوشي کېدل د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته کوي. ایمل فیضي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د طالب بندیانو خوشې کولو هرکلی کړی،خو وايي دوی له پاکستاني لوري غواړي مهم طالب بندیان دې خوشي کړي.

د ولسمشرکرزي ویاند ایمیل فیضي زموږ همکار حفیظ الله معروف ته وویل، په ټوله کې د طالب بندیانو خوشي کېدل د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته کوي. خو وايي د اوو طالب زندانیانو خوشي کول دومره ستر کار نه دی.

ښايي له مهمو طالبانو د افغان حکومت هدف د ملا عبدالغني برادر خوشي کول وي، چې افغان حکومت یې په بیا بیا غوښتنه کوي.

د ولسمشر ویاند وویل، چې ولسمشرکرزي اسلام اباد ته په خپل سفر کې د مهمو طالب بندیانو دخوشي کیدو غوښتنه کړې وه.

دوې اونۍ وړاندې اسلام اباد ته د ولسمشر کرزي یوه ورځنی سفر په دې موخه یوه ورځ نور وغځول شو، چې تمه یې لرله د سولې په بهیر کې پاکستان رښتینې همکارۍ ته و هڅوي.

په همدې حال کې د افغانستان دسولې عالي شورا واِيي، که خوشي شویو طالبانو کې هغه کسان وي، چې دوی یې نوملړ د پاکستان حکومت ته ورکړی و، نو شورا د خوشي شویو کسانو هر کلی کوي.

د دغې شورا یوه مرکچي او دبهرنیو اړیکو سلاکار، اسماعیل قاسمیار بي بي سي ته وویل، دوی په دې خواشني دي، چې په خوشي شویو طالبانو کې ملا عبدالغني برادر نه شته.

ښاغلی قاسمیار وايي، چې پخوانیو ۲۶ خوشي شویو طالبانو د سولې له شورا سره مرسته نه ده کړې.

له دې مخکې پاکستاني چارواکو اعلان وکړ، چې د منصور دادالله په ګډون یې اووه تنه نور طالب بندیان خوشي کړي دي.

د پاکستان بهرنیوچارو وزارت وویل، چې دا ګام یې د سولې په پروسه کې د همکارۍ کولو لپاره اخیستی دی.

د بهرنیوچارو وزارت په یوه خبرپانه کې ویل شوی، چې د دې وړاندې پاکستان ۲۶ طالب بندیان خوشي کړي دي.

د نوې ډلې د خوشي کولو سره اوس د پاکستان له خوا د خوشي شویو طالب بندیانو شمېر ۳۳ ته رسېدلی دی.

د بهرنیوچارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، خوشي شويو طالب بندیانو کې منصور دادالله، سید ولي، عبدالمنان، کریم اغا، شیر افضل، ګل محمد او محمد زی شامل دي.

په خوشي شویو طالب بندیانو کې د طالبانو مخکینی مرستیال مشر ملا عبدالغني برادار شامل نه دی، چې افغان حکومت یې تل د خوشي کولو غوښتنه کړې.

ملا عبدالغني برادار د امریکا د استخباراتي چارواکو د معلوماتو پربنسټ د پاکستان د امنیتي ادارو له خوا په کراچۍ کې ۲۰۱۰ کال د فبروري په میاشت کې نیول شوی و.

افغان دیپلوماتان وایي، دوی باور لري چې ملا برادر اوس هم د سولې پروسه کې ښه رول لوبولی شي.

یوه دیپلومات بي بي سي ته ویلي، چې افغان حکومت د ملا برادر کابل ته د سپارلو غوښتنه نه، بلکې یوازې د هغه خوشي کېدل غواړي.

د طالبانو په اړه معلومات لرونکي کسان وایي، چې خوشي شویو طالبانو کې مشهور طالبان نه شته.

د طالبانو د وژل شوي مهم قومندان ملا دادالله ورور منصور دادالله، چې د پاکستاني ادارو له خوا په بلوچستان کې ۲۰۰۸ کال د فبرورۍ په میاشت کې سره د خپلو ملګرو نیول شوی و ، چې هغه مهال یې له طالبانو تحریک سره اړیکې ډېرې خرابې وې.

د طالبانو مشر ملا محمد عمر یې پر ضد خپلو پلویانو ته یو پیغام هم لیکلی و، چې بي بي سي هم اورېدلی و.

د ورور له نیول کېدو ورسته منصور دادالله د طالبانو ځینې کسان د ورور په وژنه کې د لاس لرلو په شک نیولي او له وهلو ورسته یې ترې اعترافي بیانونه اخیستي وو، چې ملا عمر د هغه دغه عمل په کلکه غندلی و.

افغان حکومت د پاکستان له خوا د طالب بندیانو د خوشي کېدو پروسې ته نیمګړې وایې، ځکه چې دوی سره یې د خوشې شویو طالبانو په اړه هېڅ معلومات شریک کړي نه دي.

د سږ کال په لومړیو کې افغان چارواکو ویلي و، چې دوی تمه لري د طالب بندیانو خوشي کېدل به له دوی سره په هغږۍ تر سره شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي ویلي و، افغان حکومت تمه لري چې د پاکستان له زندانونو د طالب بندیانو خوشې کېدل له دوی سره په نژدې همغږۍ کې ترسره شي:

''تر څو موږ په دې پوه شو چې دا بندیان تر خوشې کېدو وروسته چېرې ځي، له چا سره په تماس کې دي او څنګه کولای شي چې د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ وکړي او همکاري ورسره وکړي."

افغان حکومت هېڅکله نه غواړي، هغه بندیان چې د پاکستان له زندانونو خلاصیږي بیا یوه لار پیدا کړي، چې بېرته افغانستان ته راشي او دلته د افغانستان د خلکو او دولت په وړاندې وسله وال فعالیتونه پیل کړي."

افغان دولت وايي باور لري د طالبانو په فعالې مشرتابه کې چې په پاکستان کې مېشت دي داسې مخورې او با نفوذه څېرې شته چې د سولې د یوه سیاسي بهیر پلویان دي.