اروزګان کې چاودنو د اختر خوشالۍ په غم اړولې

د افغانستان سوېلي ولایت ارزوګان کې بېلابېلو چاودنو لږترلږه اووه ولسي وګړي وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
وژل شویو کې څلور ماشومان دي.
د اروزګان د پولیسو ویاند فرید عایل وايي، د یکشنبې په ورځ (اګست ۱۱) سهار د چارچینو ولسوالۍ سراب سیمه کې د ولسي وګړو یو موټرسایکل د سړک پرغاړې خښ شوي ماین وخوت.
عایل زیاتوي، چې په دې چاودنه کې دوه کوچنیان او د هغوی پلار وژل شوي او یو بل کوچنی ټپي دی.
نوموړی وايي، د تېرې شنبې پر ورځ په همدې سیمه کې درو چاودنو د دوو ماشومانو په ګډون لږترلږه څلور ولسي وګړي وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.
د پولیسو دغه ویاند زیاتوي، چې وروستیو کې وسله والو طالبانو په دې سیمه کې د سړک غاړې ماینونو اېښودلو ته مخه کړې ده.
دی وايي، تر ډېره په دا ډول چاودنو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.
تر دې مهاله د دغه برید پړه چا نه ده منلې او نه یې څوک په تور نیول شوي.
د تېر جولای وروستیو کې هم خاص اروزګان کې ناپېژاندو وسله والو کسانو دوه قومي مشران په ډزو ووژل.
او ترې وړاندې د جولای پر پنځمه د اروزګان مرکز ترینکوټ کې د لویې لارې ساتنې (ریزرف) کنډک د ننه یوه ځانمرګي برید۱۲ پولیس وژلي شوي وو.








