لوګر کې وسله والو اته کسه کارګران وژلي

له لوګر ولايت نه راپورونه وايي وسله والو هغه اته کسه وژلي چې په يوه امريکايي پوځي اډه کې يې کار کاوه.
د لوګر د امنيت امر رييس خان صادق دغه پېښه تاييد کړه ويې ويل چې دغه کسان د لوګر د کلنګار اوسېدونکي دي.
ده وويل پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې ده چې کله دغه کارګر له پوځي اډې نه د خپل کورونو پر لور روان وو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
رييس خان صادق په دغه بريد کې مخامخ طالبان ښکېل و نه بلل، خو ويې ويل که دا د طالب په نوم يا د ملا په نوم هر چا کړی وي، ډېر ظالمانه فعل دی.
څه موده وړاندې د کرنې وزارت د بڼوالۍ د څانګې دوه تنه متخصصین نقیب الله سالک او نور اکبري د لوګر- کابل پر لار وسله والو له ګاډي کوز کړل او په ډزو یې ووژل.
لوګر د افغانستان له ناامنه ولایتونو څخه یو بلل کېږي. تېرې جون میاتشې په نیمايي کې راپورونه ورکړل شوو، چې دغه ولایت کې د بهرنيو ځواکونو په دوو جلا هوايي بريدونو کې له ۲۰ زيات وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ولايتی چارواکو هغه مهال وویل، چې نهه وسله وال د بابوس په سيمه کې او ۱۵ نور د برکي برک په ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د روان کال په مې کې د لوگر سيمه یيزو چارواکو وویل چې د دغه ولايت يو شمېر لرې پرتو سيمو ته لسگونه عرب او پنجابي وسله وال طالبان له گاونډي پاکستانه ور اوښتي دي.
بله خوا د افغانستان له شمال نه راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو د کندز ښار په دريمه حوزه کې پر يوې پوستې بريد کړی او څلور پوليس يې وژلي دي.
د دغې حوزې امر محمد صالح د خپلو څلورو پوليس وژل کېدل تاييد کړي دي.
طالبانو د بريد پړه منلې او ويلي يې دي پنځه پوليس يې په دغه بريد کې وژلي دي.








