لوګر: هوايي بریدونو کې له شلو ډېر وسله وال وژل شوي

د افغانستان له لوګر ولايت نه راپورونه وايي چې د بهرنيو ځواکونو په دوو جلا هوايي بريدونو کې له ۲۰ زيات وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ولايتی چارواکي وايي نهه وسله وال د بابوس په سيمه کې او ۱۵ نور د برکي برک په ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د لوګر د امنيت امر رييس خان صادق بي بي سي ته وويل په دغو بريدونو کې ملکيانو ته هېڅ ډول زيان نه دی اووښتی
"د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د اییتلافي ځواکونو په یوه هوايي برید کې ۱۵ طالبان وژل شوي، چې اته تنه په کې پاکستانیان او اووه افغانان دي. بله پېښه د پل علم اړوند بابوس سیمه کې شوې، چې دلته هم د یوه ۱۵ کسیزې ډلې ۹ کسان وژل شوي، څلور یې ټپیان او دوه یې ژوندي نیول شوي دي."
تېره اونۍ هم په لوګر او پکتیا ولایتونو کې ځايی چارواکو ویلي و، چې د بې پیلوټه الوتکو په درې جلا، جلا بریدونو کې نهه وسلوال وژل شوي دي.
د لوګر د امنیت امر رییس خان صادق هغه مهال بي بي سي ته وویل، چې د محمد آغې ولسوالۍ د سرخاب په سیمه کې پنځه وسلوال هغه مهال د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ووژل شول چې له سیمې د تېښتې په حال کې وو.
د نوموړي په وینا دغه کسان په محمد اغې ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دي.
ځايي چارواکي وايي محمد اغه د لوګر یوه له هغو سیمو ده چې بهرني وسلوال په کې ځای پر ځای شوي دي.








