د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي ټاکنې نه ځنډوو

د افغان ولسمشر ویاند وايي ځینې کړۍ هڅه کوي چې د لویې جرګې په تخریب له امریکا سره امنیتي تړون په پټو سترګو لاسلیک شي.
ایمل فیضي د ګوندونو او ايتلافونو د همکارۍ شورا د هغې ادعا په غبرګون کې چې ويلي یې دي اوسنی حکومت د راتلونکو ټاکنو د باطلېدو او د واکمنې ډلې مودې په غير قانوني ډول اوږدول غواړي، وايي د لویې جرګې را بلل یوازې د امریکا سره د امنیتي تړون لپاره ده.
ښاغلی فیضي زیاتوي په دغه جرګه کې به د هېواد له لره و بره خلک د دغه تړون په اړه خپل نظر وړاندې کړي.
د ولسمشر ویاند وايي وړاندې هم کله چې د ستراتیژیک تړون په اړه د امن او مشورتي جرګې را بلل کېدې نو ځینو کړیو داسې بې بنسټه اوازې ګډې کړې وې چې وروسته سمې را و نه ختلې.
ښاغلي فیضي وويل دا وار هم دا اوازې لکه پخوا بې بنسټه دي.
ایمل فیضي زیاته کړه چې "د ولسمشر کرزي د ولسمشرۍ لوی میراث به دا همدا وي چې ازاد او عادلانه ټاکنې تر سره کړي."
نوموړي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل ځینې کړۍ غواړي د لویې جرګې نوم بد کړي او په دې ډول له امریکا سره تړون په پټو سترګو په داسې حال کې لاسلیک کړي چې خپله افغانان به په کې د ویلو اجازه نه لري.
د ولسمشرۍ ویاند ایمل فیضي زیاته کړه چې د لویې جرګې را بلل ځکه مهمه ده چې له امریکا سره د امنیتي تړون موضوع یوه تر ټولو مهمه او د افغان ولس د راتلونکې ټاکوونکې ده نو د هېواد له لر او بره باید خلک د دې اجازه ولري چې د دغه تړون په اړه نظر څرګند کړي.
په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې باید د ۲۰۱۴ کال په اپریل کې تر سره شي خو ځینې سیاسي ګوندونه شک لري چې ښايي ټاکنې وځنډېږي خو کوم ځانکړي شواهد ورته نه وړاندې کوي.
د لویې جرګې په برخه کې شکونه یوازینۍ هغه خبر ده چې اوس ځینو سیاسي کړیو وړاندې کړې ده.
له امریکا سره د افغانستان پر امنیتي تړون له تېر کال راهیسې خبرې روانې دي خو تر اوسه پرې یوه غاړه هم نه ده سلا شوې.
څو اوونۍ وړاندې د ولسمشر کرزي او بارک اوباما تر منځ په ټیليفوني خبرو کې ويل شوي و چې د روان کال تر اکټوبر میاشتې پورې باید دا تړون لاسلیک شي.








