معلوماتي تکنالوژي برخه کې د سیالۍ اعلان وشو

- Author, مصطفی سالک
- دنده, کابل
د افغانستان مخابراتو وزارت د مخابراتي، معلوماتي او موبايل ټکنالوژۍ په برخو کې د ډيوې په نامه د پروگرامونو جوړولو سيالي اعلان کړه.
د افغانستان د مخابراتو وزير اميرزي سنگين ويلي دي چې له دغو پروگرامونو څخه به د حکومت د کارونو او عامه خدمتو د ښه کولو په برخه کې کار اخیستل کېږي.
د افغانستان مخابراتو وزارت له حکومتي بنسټونو غوښتي چې خپلې کاري ستونزې ورته په گوته کړي، چې د هوارولو لپاره يې بريښنايزې اسانتياوې بيامومي. ياد شوي وزارت پر همدې بنسټ باندې د نوښت ډيوې پروگرام په ترڅ کې ټولو افغانانو ته بلنه ورکړه، چې د مخابراتي، معلوماتي او موبايل ټکنالوژۍ په ډگرونو کې له نوښته برخمن او کارنده پروگرامونه جوړ کړي.
د ياد شوي وزارت چارواکي وايي کوم شمېر افغانان چې له نوښته ډک پرگروگرامونه جوړ کړي هغه به د څلورو ارزونکو جرگگيو له خوا په کره ډول ارزول کېږي او په وينا يې د سيالۍ د کوم شمېر گډونوالو نوښتونه چې کارنده وگڼل شي، له ٢٠٠٠ نه واخله تر ٨٠٠٠٠ ډالرو پورې جايزې به ورکړل شي.
د افغانستان د مخابراتو وزير اميرزي سنگين د حکومت په کارونو اود ولسي خدمتو په ترڅ کې روڼاوى راوستل، د کاغذ گرځونې مخه نيول، چټکتيا رامنځ ته کول او د فساد مخنيوی د دغه بهير موخې وبللې.
په پام کې ده چې د دغو سياليو لړۍ د دوو کلونو لپاره روانه پاتې شي، چې په ترڅ کې به يې بيلو گټونکو ته ٢٠٠ جايزې ورکړل شي.
د دغو جايزو ټوليزه کچه پنځه ميلیونه ډالره کېږي چې د نړيوال بانک له خوا ورکول کېږي.
افغان حکومت هیله من دې چې تر ډېره به افغان ځوانان په دې سيالۍ کې برخه واخلي، وايي گوندې څوک په دې برخو کې د ملي پروگرامونو تر څنگ د فېس بوک او سکايپ په څېر نړيوال پروگرامونه هم جوړ کړي.








