کاپيسا کې د نجراب غږ راډيو خبريال وژل شوی دی

محمد محسن هاشمي ۳۰ کلن وو او له تېرو څلورو کلونو راهيسې يې له نجراب غږ راډيو سره کار کاوه
د عکس تشریح، محمد محسن هاشمي ۳۰ کلن وو او له تېرو څلورو کلونو راهيسې يې له نجراب غږ راډيو سره کار کاوه
    • Author, عبدالله ستانکزی
    • دنده, کابل

په افغانستان کې له خبريالانو د ملاتړ بنسټونو په کاپيسا ولايت کې د نجراب غږ خصوصي راډيو د خبريال محمد محسن هاشمي د وژلو په تړاو د رسمي څېړنو غوښتنه کړې ده.

د دغې راډيو مدير عبدالمطلب حامد بي بي سي ته وويل ښاغلی هاشمي ۱۸ ورځې وړاندې لادرکه شوی و او جسد يې تېره ورځ د دوی له کور سره نژدې په يوه کوهي کې پيدا شوی دی.

د ده په خبره د محسن هاشمي پر بدن د تبر او مرمۍ ټپونه وو، خو نه يې تر اوسه کورنۍ څوک د دغه پر وژنه پړه بللي او نه هم چا د دغه قتل پړه پر غاړه اخيستې ده.

عبدالمطلب حامد وويل چې محمد محسن هاشمي ۳۰ کلن وو، له تېرو څلورو کلونو راهيسې يې له نجراب غږ راډيو سره کار کاوه او له هېچا سره يې شخصي دښمني نه لرله.

ده زياته کړه محسن هاشمي د يوه تحلیلي او يوه سپورتي پروګرام چلوونکی وو او ترڅنګ يې د راډيو تخنيکي برخه هم پر مخ بېوله.

خو د کاپیسا د نجراب ولسوال عبدالودود حيدري نجرابي بي بي سي ته وويل چې د محسن هاشمي وژنه سياسي نه، بلکې د ده په خبره جنايي ده.

دی وايي د دغه خبريال د وژلو په تور يې د نوموړي د کورنۍ دوه غړي نيولي او په خبره يې پلټنې ترې روانې دي.

خو دا لا کره نه ده چې د پېښې اصلي لامل څه او څوک دی.

له رسنيو د ملاتړ د يوه بنسټ نی د معلوماتو له مخې د روان کال له پيله تر اوسه له خبريالانو سره د زورزياتي ۱۷ پېښې ثبت شوي چې قتل، وهل ډبول او تهديدول په کې شامل دي.

دغه بنسټ واي يوازې د روان لمريز کال له پيله تر اوسه درې خبریالان وژل شوي دي.