هلمند کې د وژل شوي خبريال پنځم تلين ولمانځل شو

د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت له عدلي او قضايي ارګانونو غوښتي، چې د خبریالانو د وژنو دوسیې په جدي توګه وڅېړي.
د دغه وزارت مرستیال وزیر مبارز راشدي د خبریال اجمل نقشبندي د وژل کېدو د پنځم تلین په مناسبت وویل، د افغانستان لویه څارنوالي او ستره محکمه باید د خبریالانو د وژنو د دوسیو په څېړلو کې ناغېړي و نه کړي.
پر همدې مهال، د خبریالانو د دفاع بنسټونو یوازې په تېره یوه اوونۍ کې له خبریالانو سره د زورزیاتي اته پېښې ثبت کړې دي او اندېښنه یې پرې ښوولې ده.
په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو په لاس د خبریال اجمل نقشبندي د وژل کېدو پنځه کاله تېر شول.
د دغه خبریال کورنۍ وايي، تر اوسه د نقشبندي د وژل کېدو قضیه دوی ته لا نه ده روښانه شوې او نه هم عدلي او قضايي ارګانونو دغه قضیه څېړلې ده.
د اجمل نقشبندي ورور ایمل نقشبندي وايي، که څه هم حکومت د نقشبندي د وژنې د دوسیې څېړلو ژمنه کړې وه، خو تر اوسه یې په دې اړه هېڅ پاموړ ګام نه دی اخیستی:
"هر ځل چې موږ ورغلي یو، د حکومت له لوري مو منفي ځواب ترلاسه کړی. د حکومت همدا منفي ځواب د دې لامل شوی، چې تاوتریخوالی ډېر شي او د نورو خبریالانو لپاره ګواښ وګرځي. دا د ولس او وګړو د ساتنې په برخه کې د حکومت په بې پامۍ دلالت کوي."
پر همدې مهال، د کولتور مرستیال وزیر وايي، له هغو دوسیو پرته، چې څېړل یې نا ممکن دي، عدلي او قضايي ارګانونو د خبریالانو د وژنو په دوسیو کې هېڅ د پام وړ ګام نه دی اخیستی.
ښاغلی راشدي دا هم وايي، چې لویه څارنوالي او ستره محکمه باید د خبریالانو د وژنو په دوسیو کې ناغېړي و نه کړي:
"د افغانستان له عدلي او قضايي مراجعو غوښتنه کوو، چې د خبریالانو د وژنو دوسیې دا ځل په جدي توګه وڅېړي او په دې برخه کې هېڅ ناغېړي و نه کړي. په هغو مواردو کې چې امکان لري، عدلي او قضايي ارګانونه پلټنې کولای شي، په دې برخه کې ناغېړي و نه شي."
لویې څارنوالۍ ویلي، چې د خبریالانو د وژنې دوسیې یې په جدي توګه څېړلې دي.
د کولتور مرستیال وزیر دا خبرداری هم ورکړی، چې د ولسمشریزو ټاکنو په رانژدې کېدو او له هېواده افغان ځواکونو ته د امنیتي لېږد د بهیر او د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره هره ورځ د خبریالانو پر وړاندې ستونزې ډېرېږي.
په تېره یوه میاشت کې د کابل په ګډون د هېواد په ځینو ولایتونو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي څو پېښې شوې دي.
د خبریالانو د څار ډلې یوازې په تېره یوه اوونۍ کې له خبریالانو سره د زور زیاتي تر اتو ډېرې پېښې ثبت کړې دي، چې تر ډېره افغان امنیتي ځواکونو او پولیسو په کې، له خبریالانو سره ناوړه چلند کړی دی.








