افغان خبریال یعقوب شرافت ومړ

د خیبر پښتونخوا په یوه روغتون کې افغان خبریال، لیکوال او شاعر او د افغان اسلامي اژانس مشر محمد یعقوب شرافت د زړه د درېدو له کبله ساه ورکړې ده.
د نوموړي د کورنۍ غړو ویلي، چې د ګهیځ د لمانځه پرمهال یې زړه درېدلی او مړ شوی دی.
یعقوب شرافت د افغان جهادي مشر محمد یونس خالص وراره دی.
د ارواښاد شرافت کورنۍ وايي، چې د جنازې مراسم به یې جلال اباد کې د مولوي محمد یونس خالص نجم الجهاد مېنه کې پر سیمه ییز وخت د مازدیګر پر پنځو بجو وشي.
د نوموړي جنازه پېښور کې یوځل شوې ده.
افغان اسلامي اژانس یا AIP د خیبر پښتونخوا پېښور کې مېشت افغان خبري اژانس دی.
دغه اژانس په ۱۹۸۲ کال کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په ورځو کې د محمد یعقوب شرافت په لاس جوړ شو چې تر اوسه دوام لري.
دغه اژانس به د شوروي یرغل پرضد خپرونې کولې.
وروسته تر هغو، چې په ۱۹۹۶ کال طالبانو د افغانستان ګڼې سیمې ونیولې، ځینو پر افغان خبري اژانس نیوکې کولې، چې ګني د طالبانو په پلوۍ خپرونې کوي.
خو دغه اژانس بیا دغه ادعاوې ردې کړې دي.
لنډ ژوندلیک
محمد یعقوب شرافتد ۱۳۳۶ هجري لمریز کال د کب پر ۲۳، د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې زیږېدلی، په ۱۳۵۱ کال کې ''نجم المدارس'' ته شامل شوی، او په ۱۳۵۷ کال پاکستان ته کډوال شوی دی.
نوموړی د کډوالۍ پرمهال پاکستان کې د خپل تره مولوي محمد یونس خالص د دفتر د فرهنګي چارو مشر و.
که څه هم شرافت کومه حکومتي دنده نه ده ترسره کړې، خو زیاتره وخت یې لیکنې کړې دي.
د ''څو ننګیالي''، شپږ ټوکه کتاب، ''د یو بڼ ګلونه''، ''سپېڅلی پاڅون'' او په شاعرۍ کې د ''اب حیات'' کتابونه یې د لیکنو بېلګې یادولای شو.








