"سي ای اې د کرزي دفتر ته پیسې ورکولې"

حامد کرزی
د عکس تشریح، کرزي فنلند رویټرز ته ویلي چې د سي ای پیسې ‌ډېرې نه وې.

افغان ولسمشر د سي ای اې له خوا د ولسمشرۍ دفتر ته د ورغلیو پیسو په غبرګون کې اروپايي هېوادونو ته د سفر په ترڅ کې په ډاگه کړې او وايي، دغه پيسې هومره نه دي ښودلې چې په امريکا کې خپرېدونکې ورځپاڼې نيويارک ټايمز ترېنه په لسگونو ميلونو دالرو يادونه کړې وه.

ورځپاڼې له دې خبرې هم پلو پورته کړى و چې د دغو پیسو غوښنه برخه پټ په پټه هغې ادارې ته سپارل شوې ده.

ورځپاڼې دا رنگه ليکلي چي دغه پيسې په دې موخه افغان ادارې ته سپارل شوې دي چې گواکې په دغې ادارې د متحده ايالاتو د استخباراتي ادارې اغېز زيات شي، خو په ليکنه يې د دې پر ځاى يې پراخه فساد ته لاره هواره کړه چې وايي په همدغو مرستو جگړه مارې دلې پياوړې کيړي او په پايله کې یې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو ستراتېژي هم له ستونزو سره مخامخ کولاى شي .

یوه امریکايي چارواکي دا هم ویلي چې :''په افغانستان کې د فساد تر ټولو ستره سرچینه په خپله د امریکا متحد ایالتونه دي''.

سي آی اې د دغې ليکنې په اړه له څه ویلو ډ ډه کړې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم تردې دمه په دې له اړه له تبصرې کولو ځان په څنگ ساتلی دی.

د امریکا سفارت

خو په افغانستان کې د امريکا سفارت وايي چې هغوى په استخباراتي چارو کې له څرگندونو ډ ډه کوي، د دغه سفارت يوې کارکونکې چې نه يې غوښتل نوم واخيستل شي بي بي سي ته وويل:

''د هغو رپوټونو په اړه چې په نيويارک ټايمز کې خپاره شوي وه موږ ورته يو ځواب لرو او هغه دا دى چې موږ د استخباراتي چارو په برخه مې نظر نه ورکوو''.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې دا هم ليکلي چې د څه باندې یوې لسیزې لپاره دغه پیسې هره میاشت د افغانستان د ولسمشر دفتر ته ورکړل شوي دې.

سي آی اې د افغانستان د جګړې له پیله همدغه تگلاره خپله کړې وه چې افغان حکومت ته نغدې پیسې ورکړي.

دغې ادارې د طالبانو د رژیم تر پرزېدو وړاندې د شمالي ټلوالې پخوانیو مشرانو ته هم په میلیونونو ډالره ورکړي او په دې باب ډېر راپورونه هم خپاره شوي دي.

نیویارک ټایمز وايي، د نغدو پیسو ستونزه په دې کې ده او نه د ددغو پيسو په تړاو کوم روټ حساب کتاب کيږي . له همدې کبله هغه پیسې چې سي آې اې د افغانستان د ولسمشر دفتر ته ورکړي له هغو سره توپیر لري چې دغې ادارې د افغانستان د ملي امنیت ریاست ته په رسمي ډول ورکړي دي چې په ليکنه يې دغه څه د امریکا له قوانینو ښکاره سرغړونه بلل کيړي .

نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته افغان چارواکو ویلي، داسي هیڅ سند یا ثبوت نشته چې دا پیسې دې شخصاً ولسمشر کرزي ته ورکړل شوي وي.

د دوی په وینا پیسې د افغانستان د ملي امنیت شورا ته سپارل شوي دي، چې د دغو پیسو په اړه مالومات لري، ویل شوي چې د دغو پیسو د ورکولو موخه د کرزي په دفتر او د ده په شاوخوا کړۍ کې د سي آې اې د اغيز شيندنه وه .

نیویارک ټایمز د امریکايي او افغان چارواکو په قول وايي چې د سي آې اې د پیسو غوښنه برخه جګړه مارو ډلو ، او هغو سیاستوالو لاس ته ورغلې چې ډېر یې د نشه يي توکو کاروباریان دي چې تر ډيره له طالبانو سره اړیکې لري.

په ۲۰۱۰ م کال د کرزي دفتر ته د ایران له لوري په ورته ډول د پیسو د ورکولو خبره راپورته شوې وه چې ، وروسته بيا وویل شول دغه پيسې د ایران له خوا د ولسمشرۍ د دفتر لگښتونو ته ځانګړې شوې وې. خو نیویارک ټایمز وايي چې د ایران د پیسو ډېره برخه هم د جګړه مارو جیبونو ته لويدلې ده.