بدخشۍ مېرمن د مېړه په وژلو اعدامېږي

په بدخشان ولایت کې د استيناف محکمې یوه مېرمن د خپل خاوند د وژلو په تور په اعدام محکومه کړې ده.
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې یوه مېرمن د استیناف محکمې له خوا د خپل خاوند د وژلو په تور په اعدام محکومېږي.
د بدخشان د استنیاف محکمې ريیس عبد الکریم متین د نوموړې مېرمنې په اړه د محکمې حکم په دې ډول بیان کړ.
"ته هدایت الله د احمد بیګ زوی او ته مشرقه د احمد بیګ لور، د فدا محمد د قتل په قضیه کې, دا دیوان پرېکړه کوي چې ستاسې په حق کې د ابتدایه محکمې پرېکړه چې هغه د اشد مجازات یعنی اعدام حکم دی تاییدوي، او ستاسې د تمییز غوښتنې حق محفوظ دی."
دغه مېرمن چې ابتدایه محکمې هم په اعدام محکومه کړې وه شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د بدخشان ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د خپل خاوند د وژلو په تور پولیسو ونیوله.
ویل کېږي نوموړې مېرمنې له خپل خاوند سره ښې اړیکې نه لرلې.
د ځايي پولیسو د څېړنو په پایله کې ویل شوي دغې مېرمنې خپل خاوند مسموم کړی او بیا یې په یوه خونه کې په اور کې سوځولی دی.
محکمې ته د وړاندې شویو شواهدو له مخې ویل شوي چې د تورنې مېرمنې ورور چې هغه هم په اعدام محکوم شوی له خپلې خور سره د هغې د خاوند په وژلو کې لاس درلود.








