
په دغه چاودنه کې چې په ولايتي مرکز ميمنه کې د لوى اختر پر لمانځه شوې، د چارواکو په وينا شاوخوا ٤٠ تنه وژل شوي.
د افغانستان په ولسي جرگه کې د فارياب وکيلانو د پروني ځانمرگي بريد د ټپيانو د مرستې لپاره د وينې د ټولولو غږ کړی دي.
په دغه چاودنه کې چې په ولايتي مرکز ميمنه کې د لوى اختر پر لمانځه شوې، د چارواکو په وينا شاوخوا ٤٠ تنه وژل شوي او تر٥٠ ډېر نور ټپيان دي.
د دغې غوښتنې په غبرگون کې سملاسي په گاونډي جوزجان او سرپل ولايتونو کې د عامې روغتيا کارکوونکو وينه ټوله کړې چې د ميمنې سيمه ييز روغتون ته واستول شي.
په کابل کې د بي بي سي د ازبکي څانگې يو همکار حبيب الله قوياش وايي چې سيمه ييز روغتون د دومره ډېرو ټپيانو د يو ځايي درملنې وړتيا نه لري:
"تر پېښې وروسته ټول مړي او ټپيان د ميمنې مرکزي روغتون ته وړل شوي وو. خو په دغه روغتون کې د امکاناتو د نشتوالي له امله، ځيني هغه ټپيان چې حالت يې ډېر خراب بلل کېده، کابل ته لېږدول شوي دي."
د فارياب پوليس وياند وايي طالبان له شرمه پړه نه مني
د فارياب ولايت د پوليسو وياند لعل محمد احمدزى وايي طالبانو د اختر په ورځ په ځانمرگي بريد کې د پښتون کوټ ولسوالۍ د بريد غچ اخيست خو ډير يې ملکي وگړي ووژل يا ټپيان کړل.
تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
په فارياب کې چې يو مهال د شمال له خوندي سيمو څخه و، دا چاودنه د سيمې لپاره د طالبانو د نومول شوي والي ملا يارمحمد تر وژل کېدو دوه ورځې وروسته شوې ده.
دى په خټه ازبک و، خو د طالبانو غورځنگ له مشرانو څخه بلل کېده او ځينې شک کوي چې ښايي د ميمنې پرونى بريد د هغه د وژنې غچ وي.
خو خبريال حبيب الله قوياش وايي په فارياب کې د ناکراريو څپه لا تر دې مخکې راخوځېدلې وه:
" فارياب په دې وروستيو کې له څو خواوو د ياغيانو له بريد سره مخامخ شوى دى. د ساري په توگه، له شبرغان نه د فارياب پر لور لومړنۍ ولسوالي چې په مخه درځي، اندخوى ده. طالبان د دغې ولسوالۍ په يوه سيمه کې چې ځنگل نومېږي، په ځانگړې توگه خورا فعال شوي دي."
"طالبان دې لوړو څوکيو ته ځان کانديد کړي"
افغان ولسمشر حامد کرزي د لوى اختر په ورځ کابل کې په خپلو لنډو خبرو کې يو وار بيا پر طالبانو غږ وکړ چې د دۀ په وينا له بريدونو دې لاس واخلي او له خلکو دې وغواړي چې رايه ورکړي.
تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
د طالبانو شته والى، د قوياش په وينا د فارياب په نورو ولسواليو، لکه المار او قيسار کې هم پام وړ بلل کېږي.
خو دى وايي، د دوى يو مهم مرکز- پښتونکوټ چې نومېدلى والي يې- يارمحمد هم په کې ووژل شو، په دې وروسىتيو کې د حکومتي ځواکونو تر سختو بريدونو لاندې و.














