
دغه ټولنه پر حکومت ټینګار کوي چې په هېواد کې د شته ۱۴ امن کورونو د ملاتړ لپاره ډېر څه وکړي.
د بشري حقونو د څار امریکا مېشتې ټولنې د چار شنبې (سپتمبر/۱۹) په ورځ د هغو افغانو مېرمنو د را خوشې کېدو غوښتنه وکړه چې له کوره د تېښتې په تور نیول شوي او بندیانې شوي دي.
د بشري حقونو د څار ډله (HRW) وايي د ۷۰۰ هغو افغانو مېرمنو نه چې اوس په زندان کې دي شاوخوا ۷۰٪ يې هغه ښځې دي چې له کوره د تارویخوالي او جبري ودونو نه نور په تنګ را غلي او تښتېدلي دي.
د یکشنبې په ورځ (سپتمبر/۱۶) په یوه غونډه کې د عدليې وزیر حبیب الله غالب، د ښځو د چارو وزیرې حسن بانو غنضفر او د کورنیو چارو مرستیال وزیر باز محمد یارمند د افغانو مېرمنو په غلطه زنداني کول د دې لپاره چې کور يې پرې ایښی و غانده.
د اسیا لپاره د بشري حقونو د څار ډلې مشر برډ اډمز (Brad Adams) وويل د لوړ پوړو افغان چارواکو له خوا د ښځو د په غلطه زنداني کېدو غندنه په دې هېواد کې د برابرو حقونو په اړه یو ښه پيغام استوي.
هغه زیاته کړه چې اوس خبره د افغان ولسمشر او لوړپوړو چارواکو ده چې دغه ښځې چې د ژوند یوه ډېره برخه يې د اوسپنو تر شا تېره کړې را خوشې کړي.
د بشري حقونو د څار ټولنې د څېړونو له مخې د افغانستان په زندانونو کې شاوخوا ۵۰٪ مېرمنې او ۹۵٪ نجونې په اخلاقي جرمونو تورنې دي.
که څه هم د افغانستان په اساسي قانون کې له کوره تېښته جرم نه بلل کيږي خو په دغه ډول قضيو کې د افغانستان په محاکمو کې ډېری قاضیان له کوره وتل د اسلامي قانون پر اساس جرم بولي.
په ډېرو دا ډول قضیو کې افغانې مېرمنې او نجونې خپل د کورنۍ د غړو له خوا په دې تورنيږي چې له کوره تښتېدلي دي او یا نا مشروع اړیکي لري.
د بشري حقونو د څار ډلې مشر پر افغان ولسمشر عږ کوي چې باید ژر تر ژر دغه بندیانې را خوشې کړي او داسې فرمان صادر کړي چې له مخې يې د کوره د تېښتې له امله د ښځو او نجونو زنداني کېدل منع کړي.
دغه ټولنه پر حکومت ټینګار کوي چې په هېواد کې د شته ۱۴ امن کورونو د ملاتړ لپاره ډېر څه وکړي.
دغه امن کورنه هغو مېرمنو ته پنا ورکوي چې له کوره د تاوریخوالي له امله تښتي، یا له زندانه خلاصيږي او کور ته له دې امله نه شي تلای چې د کورنۍ غړي به يې د پت او عزت په نامه ووژني.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له ړنګېدو وروسته په دې تېرو څو کلونو کې د ښځو د حقونو په برخه کې یو لړ پرمختګونه شوي خو ډېری وېره لري چې په ۲۰۱۴ کال کې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته به دا هرڅه په اوبو لاهو شي.




















