د کورني تاوتريخوالي قرباني عدالت غواړي

يوه افغانه مېرمن چې د کورني تاوتريخوالي له امله د خاوند له کوره تېښتې ته اړه شوې وه له بي بي سي سره په مرکه کې غوښتنه لري چې په واړۀ عمر دې افغانې نجونې نه وديږي او حکومت دې د کورني تاوتريخوالي پوښتنه وکړي. دغه مېرمن چې خپل نوم "جميله" يادوي له سعيدې محمود سره خبرې کړې دي.