د کابل لاریون: وژل شوې ښځه ګټل غواړي

کابل کې د ښځو د حقونو فعالینو او مدني ټولنې غړو پروان کې د یوې ښځې د وژنې د غندلو په غبرګون کې لاریون وکړ. دوی د پېښې په مخنیوي کې سیمه ییز چارواکي ملامت وبلل.

کابل کې لسګونه کسانو چې ډېری یې ښځې وې، پروان ولایت کې د یوې ښځې د وژنې د غندلو په غبرګون کې لاریون وکړ.
د عکس تشریح، کابل کې لسګونه کسانو چې ډېری یې ښځې وې، پروان ولایت کې د یوې ښځې د وژنې د غندلو په غبرګون کې لاریون وکړ.
په لاریون کوونکو کې هغه مېرمن هم وه چې تېر کال د کورني تاوتریخوالي په ترڅ کې یې پر مخ تیزاب شیندل شوي وو.
د عکس تشریح، په لاریون کوونکو کې هغه مېرمن هم وه چې تېر کال د کورني تاوتریخوالي په ترڅ کې یې پر مخ تیزاب شیندل شوي وو.
لاریون کوونکو کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو فعالانو هم ګډون درلود.
د عکس تشریح، لاریون کوونکو کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو فعالانو هم ګډون درلود.
مظاهره کوونکو د هېواد له عدلي او قضايي ارګانونو غوښتنه کوله، چې د پروان پېښه دې جدي وڅېړي.
د عکس تشریح، مظاهره کوونکو د هېواد له عدلي او قضايي ارګانونو غوښتنه کوله، چې د پروان پېښه دې جدي وڅېړي.
مظاهره چیانو د پروان سیمه ییز چارواکي تورنول، چې ګني پر ولایت واک نه لري او ددې پېښې په اړه باید ځواب ووايي.
د عکس تشریح، مظاهره چیانو د پروان سیمه ییز چارواکي تورنول، چې ګني پر ولایت واک نه لري او ددې پېښې په اړه باید ځواب ووايي.
ښځینه مظاره کوونکو د عالمانو له شورا هم ګیله لرله، چې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالو چوپه خوله دي.
د عکس تشریح، ښځینه مظاره کوونکو د عالمانو له شورا هم ګیله لرله، چې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالو چوپه خوله دي.
دا لاریون څو ورځې وروسته تر هغه وشو، چې د پروان غوربند درې په شینوارو ولسوالۍ کې یوه ښځه په عام محضر کې په ډزو ووژل شوه.
د عکس تشریح، دا لاریون څو ورځې وروسته تر هغه وشو، چې د پروان غوربند درې په شینوارو ولسوالۍ کې یوه ښځه په عام محضر کې په ډزو ووژل شوه.
که څه هم لاریون سوله ییز و، خو لاریونانو له ځانه سره شعارونه لېږدول.
د عکس تشریح، که څه هم لاریون سوله ییز و، خو لاریونانو له ځانه سره شعارونه لېږدول.
که څه هم لاریون سوله ییز و، خو پولیس د ممکنه اړدوړ د مخنیوي لپاره راوتلي وو.
د عکس تشریح، که څه هم لاریون سوله ییز و، خو پولیس د ممکنه اړدوړ د مخنیوي لپاره راوتلي وو.