'له ګوانتانامو د بندي طالبانو خوشي کول سوله اسانه کوي'

- Author, مصطفى سالک
- دنده, کابل
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي که په گوانتانامو زندان کې بندي طالبان خوشي کړل شي، نو دا چاره به د سولې پر بهير او باور جوړونه گټور اغېز وکړي.
افغان چارواکي چې د ۱۷ زندانيانو د خوشي کېدو خبره رامخې ته شوې، خو وايي نه پوهېږي چې دا بنديان به خوشي کېږي او افغانستان ته به راځي، که نه د بنديانو په توگه به افغانستان ته سپارل کېږي.
د لوېديځو رسنيو د راپورونو له مخه امريکا چمتو شوې چې د جوجاړي د بهير د برياليتوب په موخه د طالبانو هغه شرط ومني چې وايي ددوى بنديان دې خوشې کړل شي.
افغان چارواکي وايي په ګوانتانامو زندان کې د دغو ۱۷ طالب بندیانو د خوشي کولو خبره هغه مهال راپورته شوې، چې نژدې لس میاشتې مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تور نوملړه د یو شمېر بندیانو د ایستلو خبره توده شوه.
چارواکي وايي چې وروسته طالب استازو په قطر کې د خپلو بندیانو د پرېښودو خبره غبرګه کړه.
د افغانستان د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار بي بي سي ته وویل چې له دغو ۱۷ کسانو پنځه لوړپوړي طالب چارواکي دي.
وايي ددغو کسانو د پرېښودو خبره د وسله والو طالبانو او امریکایي استازو ترمنځ د قطر په ابتدايي خبرو کې راپورته شوې وه.
ښاغلي قاسمیار وویل چې پاتې ۱۲ تنه ټیټ پوړي طالب چارواکي دي.
د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار وویل نه پوهېږي چې دغه کسان خوشي کېږي او افغانستان ته راځي او که نه د بندیانو په توګه به دغه هېواد ته سپارل کېږي.
ښاغلي قاسمیار وویل که دغه بندیان پرېښودل شي، د سولې پر بهیر او باور جوړونه به ګټور اغېز وکړي:
''باید ووایم هغه بندیان چې ګوانتانامو کې دي، په سیاسي ملحوظاتو نیول شوي، ددوی خلاصون به د ښه نیت یوه نښه وي او د باور جوړولو لپاره ډېره مرسته کولی شي.''
تر دې مخکې لوېديځو رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړي وو، چې ګني امریکا له طالبانو سره د جوړجاړي د بهیر د پیل په موخه یو شمېر طالب بندیان له ګوانتانامو زندانه افغانستان ته لېږدوي.
په راپورونو کې راغلي چې د امریکا متحده ایالتونه د سولې په موخه د وسله والو طالبانو هغې غوښتنې ته مثبت غبرګون ښودل غواړي چې په پرله پسې توګه یې د خپلو بندیانو خوشي کول غوښتل.








