''د افغان کوکنارو کمښت د برتانیا د هیرویینو پر کمښت اغېز کړی''

هیرویین
د عکس تشریح، ملگري ملتونه وايي، له نورو موادو سره د بازاري هيرويينو گډېدل، په ويلز او انگلنډ کې له نشه يي توکو سره د تړلو يو شمېر مړينو سبب شول.

د نشه يي توکيو په اړه د ملگرو ملتو رپوټ وايي پر ٢٠١٠ کال په افغانستان کې د کوکنارو بد حاصل ښايي پر ٢٠١٠ او ٢٠١١ کلونو په برتانيه کې د هيرويينو کمښت رامنځ ته کړى وي.

د "نشه يي توکو او جنايتونو" په تړاو د ملگرو ملتو ادارې له خوا چمتو شوي دغه رپوټ کې راغلي چې په دې سره ښايي د هيرويينو د نگه والي کچه اغېزمنه شوې وي چې نتيحه يې په انگلنډ او ويلز کې د يو شمېر کسانو مړينه راختلې ده.

له ويانا نه چې د ملگرو ملتو دغه څانگه پکې ده، بيتني بېل په خپل رپوټ کې وايي:

پر ٢٠١٠ کال د افغانستان د کوکنارو کروندې چې په نړۍ کې خورا ډېر اپين توليدوي، يوې نباتي ناروغۍ وځپلې او نژدې نيمايي يې له منځه ولاړې.

ملگري ملتونه وايي داسې برېښي چې همدې به په برتانيا کې د هيرويينو بازارونه اغېزمن کړي وي.

ددغې ادارې په وينا، د تېر کال له پيل سره د هيرويينو د کمښت باوري نښې رامنځ ته شوې چې بيې يې تر پنځوس سلنې وخېژولې او د نگه والي کچه يې درېيمه برخه وغورځوله.

ملگري ملتونه وايي، له نورو موادو سره د بازاري هيرويينو گډېدل، په ويلز او انگلنډ کې له نشه يي توکو سره د تړلو يو شمېر مړينو سبب شول.

په رپوټ کې منل شوې چې ښايي نورو لاملونو هم په دغه کمښت کې خپله ونډه درلودلې وي، خو گواښنه يې داده چې افغان اپين يو ځل بيا مخ په ډېرېدو دي.