چین د افغانستان له لارې د ترکمنستان غازو نل لیکه جوړوي

د عکس سرچینه، BBC World Service
چین ویلي چې له ترکمنستان نه د افغانستان او تاجکستان له لارې د غازو نل لیکه غځوي.
د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر ویلي چې په دې اړه ولسمشر کرزی د چارشنبې په ورځ (جون شپږمه) بیجینګ کې د پټرولو د ملي شرکت له مشر سره غږېدلی دی.
چین لېوالتیا ښودلې چې د امو سیند د نفتي حوزې له لارې دغه نل لیکه وغځول شوي.
بیجینګ ویلي چې په دې کار کې د افغانستان مرسته اړینه ده.
ولسمشر کرزي د افغانستان له لارې چین ته د غازو نل لیکې غځونه د هېواد په ګټه بللې ده.
له ولسمشرۍ دفتره خپرې شوې ویناپاڼې ویلي چې ''موږ د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ له چین سره د اقتصادي همکاریو په پراختیا کې وینو.''
له ولسمشر کرزي سره د کانونو افغان وزیر هم د چین د نفتو له چارواکو سره کتلي دي.
وحیدالله شهراني ته دنده سپارل شوې چې د چین د پټرولو د ملي شرکت له چارواکو سره په دې تړاو مناسب چوکاټ جوړ کړي.
په پام کې ده چې د چین له لوري د دغې نل لیکې د لومړنیو چارو پر سر د خبرو لپاره یو پلاوی کابل ته ولاړ شي.








