پاکستان افغان کډوالو ته یوه میاشت نور وخت ورکړی

- Author, عبدالله ستانکزی
- دنده, کابل
پاکستان څو اوونۍ وړاندې هغو کابو يو ميليون افغان کډوالو ته چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري له دغه هېواده د مې مياشتې تر وروستيو د وتو اعلان وکړ.
د پاکستان دې خبرداري د افغانستان حکومت اندېښمن کړ او د ستونزې د هواري لپاره يې د کډوالو چارو د وزير په ګډون لوړپوړی پلاوی پاکستان ته واستاوه.
وزير جماهير انوري چې تازه له پاکستان نه افغانستان ته بېرته ورستون شوی يوه خبري کنفرانس ته وويل له پاکستاني چارواکو سره دې هوکړې ته رسېدلي چې دغه موده يوې بلې مياشتې ته وغځوي.
ښاغلی انوري وايي په دغه يوه مياشت کې به د افغانستان، پاکستان او ملګرو ملتو استازي افغانستان په داوطلبانه ډول د کډوالو د ستنېدو پر طرز العمل کار وکړي:
ضرب الاجل
''د اصولو له مخې، بيا هم دغه نېټه يوه مياشت وغځېده، چې وکړی شو په دغه يوه مياشت کې يو لړ مېکانیزيمونه جوړ کړو. د قضيې د ټولو غاړو پلاوي بايد په ګډه د افغان کډوالو د وتو په تړاو يو انساني او معقول ميکانېزم مطرح کړي. دا هم جبري نه ده چې يوه مياشت مو ويلي هغه دی وروستی ضرب الاجل وي. که پلاوی نور وخت وغواړي نو دا وخت نور هم غځېږي. موږ داسې شرايط برابروو چې په داوطلبانه ډول افغانان خپل هېواد ته ورستانه شي.''

د عکس سرچینه، AP
د افغانستان د کډوالو وزارت د شمېرو له مخې دا وخت شاوخوا دوه ميليونه افغانان پاکستان کې ژوند کوي چې نژدې يو ميليون يې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري تر ډېره د کډوالو په پنډغالو کې اوسېږي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې او افغان حکومت په ورستيو کلونو کې هڅه کړې چې افغان کډوال له بهرنيو هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستان او ايران نه په خپله خوښه خپل هېواد ته د ورتلو په برخه کې تشويق کړي.
په تېره نژدې يوه لسيزه کې سلګونه زره افغان کډوال د پاکستان او ايران له هېوادونو افغانستان ته ورستانه شوي، خو په افغانستان کې د کار او سرپناه کموالي او نشتوالي د نورو افغان کډوالو زړونه ساړه کړي دي.








