ارزګان: چاودنې بهرنیو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

ارزګان
د عکس تشریح، ځايي چارواکي په ارزګان کې چاودنه تاييدوی، خو د بهرنیانو د مرګ ژوبلې په اړه بې خبري ښيي.

د افغانستان د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د بمي چاودنې په پایله کې بهرنيو سرتیرو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د چاودنې له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کیږي.

د ۴۰۴ میوند زون ویاند حکمت الله کوچي بي بي سي ته وويل په دې پیښه کې درې بهرني سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

دی وایې دوه ماشومان هم په دې پیښه کې وژل شوي دي.

خو د ناټو آيساف له لوري په خپره شوې اعلاميه کې بيا يوازې دومره ویل شوي چې د افغانستان په سویل کې د دوی دوه سرتېري د وسله والو په یوه بريد کې وژل شوي دي.

په اعلاميه کې د پېښې کره ځای او د وژل شويو سرتېرو هوويت نه دی په ډاګه شوی.

د ترینکوټ د لومړۍ حوزې آمر ګل آغا پېښه تاييدوي او وایې چې په دغه چاودنه کې شپږ ماشومان ټپیان دی.

دی په پېښه بهرنیو سرتیرو ته د اووښتې د مرګ ژوبلې په اړه بې خبرې ښيي.

په ځينو راپورونو کې ويل شوي چې دغه بريد یو ځانمرګی وو، خو تر اوسه دغه خبره په خپلواکه توګه نه ده تاييد شوې.

پیښه نن له غرمې مخکې شوې او مسووليت يې تر اوسه چا نه دی منلی.