دوستم وايي د ناټو بېړني وتل د کورنۍ جګړې لامل ګرځي

د عکس سرچینه، Junbish.net
د افغانستان د حکومت د مخالفې ټلوالې ''ملي جبهې'' یوه غړي عبدالرشید دوستم، ویلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو بیړني وتل به په دغه هېواد کې د ناامنیو او کورنیو جګړو د پیلېدو سبب وګرځي.
دوستم دا څرګندونې د افغانستان په شمال کې خپلو پلویانو ته د وینا پرمهال کړې دي.
هغه ویلي چې:''زما له لوري ولسمشر اوباما ته ووایاست چې له افغانستانه ژر خپل سرتېري ونه باسي، که چېرې بیړه وکړي، طالبان به بیا کورنۍ جګړه پیل کړي، او بیا به د امریکا میلیاردونه لګول شوي ډالر او د هغوی زرګونه سرتېرو وژل کېدل هېڅ ګټه ونه لري.''
جنرال دوستم زیاته کړه: ''زموږ خلک اوس د خپل امنیت په اړه اندېښمن دي. که چېرې همدا اوس د طالبانو مخنیوی ونه شي، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به یې مخه نیول تر هرڅه ګران شي.''
پر همدې مهال، دوستم له طالبانو سره د خبرو ملاتړ وکړ، خو وویل که چېرې طالبان د افغانستان شرطونه ومني، اساسي قانون ته غاړه کښېږدي، نو دی یې له دولت سره د یوځای کېدا هرکلی کوي.
خو هغه وویل، که چېرې طالبان سولې ته حاضر نه شي، شاید د افغانستان خلک یې پروړاندې مقاومت پیل کړي:
"دوښمنان په سنګر کې راته ناست دي او دا فرصت ګوري چې څرنګه افغانستان یوځل بیا ناامنه کړي او نوې پر پښو ولاړه دیموکراسي له منځه یوسي.''
دوستم د خپل ګوند د غړو خبرې یوځل بیا تکرار کړې او د سیاسي نظام د بدلون په اړه وویل چې اوسنی ریاستي نظام باید پارلماني شي.
خو د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د اوسني نظام د بدلون په اړه لا له وړاندې ویلي وو چې افغانستان د نړۍ د نظامونو د ازموینې ځای نه دی.








