١٢٠ زره افغانې مېرمنې او ٦٠ زره ماشومان په نشو روږدي دي

د عکس سرچینه، ap
- Author, محمود کوچى
- دنده, له کابله
افغان سرچينو ويلي چې په افغانستان کې شاوخوا ١٢٠ زره ښځې په نشه يي توکو روږدې دي .
په افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنې مرکز وايي په دغو روږدو ميرمنو کې ډيرې يې هغه ښځې دي چې له ايران او پاکستانه بيرته خپل هيواد ته راستنې شوې دي .
دغه سرچينه وايي چې ټول ټال په دغه هيواد کې يو ميليون کسان په نشه يي داروگانو روږدي دي چې ٦٠ زره يې ماشومان دي .
افغانستان هغه هيواد دى چې د نړۍ له نوي سلنې زيات کوکنار په کې کرل کيږي ، چارواکي وايي چې د نشه يي داروگانو د بيو لوړوالى او په نړيوالو مارکيټونو کې يې تود بازارونه د دې لامل شوي چې د کوکنارو د کر په مخنيوي کې د دوى هڅې له ناکامۍ سره مخامخې شي.
په افغانستان کې په نشه يي داروگانو د روږد کسانو د درملنې د برخې چارواکي وايي چې له سل زرو زياتې ميرمنې دغلته په نشه يي توکو روږدې شوي دي ، د دغو چارواکو وينا ده چې روانو جنگ جگړو اوپه کورنيو کې اقتصادي ستونزې هغه څه دي چې دغه ميرمنې يې اړايستي چې په نشه يي توکو روږدې شي.
ناجيه هغه ٣٤ کلنه ميرمن ده چې دا مهال په کابل کې د درملنې يو روغتون ته ورغلې ده :
(( خاوند مې ايران ته تللى و ، هلته هغه په نشه يي توکو روږدى شوى و ، کله چې کور ته راغى هغه به په کور کې څکول، لوگى به يې پر ما لگيدو ، زه هم روږدې شوم ، ما به اپين خوړه ، ځان به مې خوږيده ، وروسته مې ماشومان هم روږدي شوه ، تر هغې چې اپين ورنه کړم نه کراريږي ، ځانونه يې درد کوي .))
که څه هم په پخوا زمانو کې افغانانو د نشه يي توکو په تيره بيا له اپينو د درملو په توگه کار اخيست ، خو په وروستيو کلونو کې دغه څه د ځان د خوشالولو او غم غلطولو لپاره کارول کيږي.
په کابل کې د نجات سنټر چارواکي وايي چې تر دې مهاله هغوى ته ٧٠ ميرمنې ورغلي او له نشه يي توکو نه يې د خلاصون غوښتنې کړي .
که څه هم په افغانستان کې چې يوه دوديزه ټولنه ده په نشه يي داروگانو د روږدو ميرمنو د کره شميرې مالومول اسانه خبره نه ده ، خو په ټوله کې افغان چارواکو دا منلې چې د دغه هيواد يو ميليون وگړي په نشه يي داروگانو روږدي دي.








