فراه کې د ٢٧ طالبانو د وژل کيدا ادعا شوې

د عکس سرچینه، AFP
- Author, محمد قاضي زاده
- دنده, له هراته
د فراه ولایت سیمه يیز چارواکې وایی له ملی اردو او پولیسو سره د وسله والو طالبانو د نښتې په پایله کې ۲۷ طالبان وژل شوي او شاوخوا ٥٠ تنه ټپیان دي.
د فراه د امنیت آمر محمد غوث ملیار وایی نښته هغه مهال پيل شوه چې طالبانو د یوی اکمالاتي کمپنۍ په ساتونکي د بالابلوک او ګلستان ولسوالیو ترمنځ د توت او چکاب په نامه په یوه پرته سیمه کې برید وکړ .
د نوموړي په وینا تر برید وروسته کومکې ځواکونه د دوی د ژغورنی په موخه سیمې ته لیږل شوي وو.
ښاغلی ملیار وایي په پیښه کې د ملي اردو د یوۀ ټولي قوماندان هم وژل شوی.
یوې بلې حکومتي سرچېنې بیا منلي چې په پيښه کې تر برید لاندې د راغلې امنیتي کمپنۍ پنځه کارکونکي هم وژل شوي او یوشمیر ټپیان دي.
د دی نښتې په ترڅ کې د چارواکو په وینا له چورلکو هم کار اخستل شوی دى .
وسله والو طالبانو بیا په دې پيښه کې د ٤٠ افغان عسکرو د وژل کېدو او د ګڼ شمیر نورو د ټپې کېدو ادعا کړې ده.
د وسله والو طالبانو یوۀ ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي چې په نښته کې د بمبارد په نتیجه کې یوازی ۵ طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.
د دې اونۍ په ترڅ کې وسله والو مخالفینو د فراه په مربوطاتو کې څو ځله د اکمالاتي کمپنیو پر ساتونکو او د ملي اردو پر عسکرو بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه د افغانستان د ملي اردو د شپږ عسکرو او د اکمالاتي کمپنیو د ۷ تنو د وژل کېدو رپوټونه چارواکو تایید کړي.








