د فاریاب ځانمرګي دوه زده کوونکي ووژل

د افغانستان په شمال لوېديځ کې چارواکي وايي چې د فارياب د ملي امنيت رییس سید احمد سادات له خپلو څلورو ساتونکو سره ټپي شوی دی.
دغه ځانمرګی بريد په مرکز ميمنه کې شوی چې له امله يې د ښوونځي دوه زده کوونکي وژل شوي.
ځايي چارواکي وايي د بريد نښه د فارياب د ملي امنيت مشر وو
تر اوسه هېڅ يوې ډلې د بريد پړه نه ده منلې.
برید کوونکي د ملي امنیت د رییس ګاډي ته څېرمه ځان چوولی دی.
وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې ځانمرګي بریدونه ډېر کړي دي.
تر ټولو تازه پېښه د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې وه، چې د والي د وژلو په نیت درې ځانمرګي برید کوونکي د ښاروالۍ ودانې ته تر ننوتلو وړاندې په ډزو ووژل شول.
د پکتیا چارواکو وویل، چې د برید موخه د والي وژل وو.
تر هغه یوه ورځ وړاندې بیا پنجشېر ولایت کې د ولايتي بیارغاونې ډلې پر مرکز ډله يي ځانمرګی برید وشو، چې په ترڅ کې یې یو ولسي وګړی او څلور برید کوونکي ووژل شول.








