هند او افغانستان ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ

د هند او افغانستان مشرانو د امنیتي او پراختیایې همکاریو د لا پیاوړتیا په هدف یو ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ .
د هند لومړي وزیر من موهن سنګ ویلي چې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره یې د سیمي په کچه د ترهګرۍ په وړاندي مبارزې په اړه خبري اتري وکړي .
په همدې حال کې ولسمشر کرزي د سیمي په کچه د سولي او ثبات د راوستلو په برخه کې د هند هلي ځلي وستایلې .
د دواړو هیوادونو ترمنځ دغه ستراتیژیک تړون ، هند ته د افغان ولسمشر د دوه ورځني سفر پر مهال لاسلیک شو.
د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر څخه په یوه وینا پاڼه کې راغلي چې ټاکل شوې ولسمشر کرزی پدغه سفر کې د هند په یوه څیړنیز مرکز کې د افغانستان د لس کلنو لاسته راوړنو په اړه وینا وکړي .
هند د سیمي په کچه یو پیاوړی هیواد ګڼل کیږي چې ، د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګیدو وروسته یې په افغانستان کې مهم رول لوبولی دی .
هغه هیواد د افغانستان د بیارغوني او پدې هیواد کې د پرمختیایې پروګرامونو د پر مخ وړلو لپاره د دوه میلیارده ډالرو مرستې ژمنه کړې ده .

د عکس سرچینه، AP
هند ته د افغان ولسمشر سفر داسي مهال شوی چې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکي پدې وروستیو کې د یو شمیر بریدونو له کبله ترینګلي شوي د ي .
افغان چارواکي پاکستان د یو شمیر ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنوي او آن د افغانستان د سولي د عالي شورا د مشر برهان الدین رباني د وژني پړه یې هم پر هغه هیواد اچولې ده ، هغه ادعا چې پآکستان په کلکه رد کړې ده .
ښاغلي کرزي پدې وروستیو کې په یوه وینا پاڼه کې ویلي وو چې د افغانستان د راتلونکي لپاره به د امریکې ، اروپایې هیوادونو او هند په څیر هیوادونو سره نژدې همکاري وپالي .
هند او پاکستان په سیمه کې دوه سیال هیوادونه دي او ویل کیږي چې د هند او افغانستان د اړیکو نژدې کیدل به د پآکستان لپاره ښه زیری نه وي .
په همدې حال کې هند هم په ځانګړي ډول په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان او پاکستان د ناامنیو د دوام له کبله اندیښنه لري .








