افغانستان د خپلواکۍ ۹۲مه کلیزه ولمانځله

- Author, خوشحال تایب
- دنده, کابل
د افغانستان د خپلواکۍ دوه نویمه کلیزه د جمعې په ورځ یواځې د ملي دفاع وزارت ودانۍ مخې ته ونمانځل شوه. سږ کال ددغې ورځې لمانځنه د تېرو کلونو په شان په شاندارو مراسمو سره نه وه.
له انګرېزانو څخه د خپلواکۍ اخیستلو ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې ورسره جوخت د بریتانیا پر کونسلګرۍ ډله ایز بریدونه شوي دي.
سږ کال د افغانستان د خپلواکۍ ورځ له تېرو کلونو څخه ډېر توپیر درلود، د کابل ښار په واټونو کې څراغونه ، بېرغونه او د مبارکۍ پیغامونه نه لیدل کېږي.
افغان حکومت دا ورځ یواځې د ملي دفاع وزارت په انګړ کې د کلکو امنیتي تدبیرونو په نیولو سره په پیکه ډول ولمانځله.
دغو مراسمو ته افغان ولسمشر حامد کرزی، د کابینې غړي د ځینو بهرنیو هېوادونو سفیران او دیپلوماتان راغلي وو.
افغان ولسمشر حامد کرزي له خبریالانو سره په لنډو خبرو کې د افغانستان د پرمختګ او پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
افغان چارواکو په داسې حال کې له انګریزانو د خپلواکۍ ورځ ولمانځله چې په همدې ورځ په کابل ښار کې د بریتانیا پر قونسلګرۍ ډله ایز ځانمرګي بریدونه شوي او درنه مرګ ژوبله یې اړولې.




