د امريکايي سرتېرو جسدونه امريکا ته واستول شول

امریکايي پوځيان
د عکس تشریح، په پېښه کې ۳۰ امريکايي عسکر، اووه افغان سرتېري او يو افغان ژباړن وژل شوي دي
    • Author, حفيظ الله معروف
    • دنده, له کابله

نړیوال سوله ساتي ځواکونه ایساف وايي، د ۳۰ هغو امریکایانو مړي، چې د یوې چورلکې د رانسکوریدو له امله وژل شوي وو، امریکا ته لیږدول شوي دي.

د دغو سرتیرو جسدونو په باګرام کې د DNA له طبي معایناتو وروسته خپل هیواد ته انتقال شوي دي.

بل خوا د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په دغه چورلکه کې د اوو افغان سرتیرو مړي چې د طبی معیاناتو لپاره لا تراوسه هم په باګرام کې دي خپلو کورونو ته نه دي سپارل شوي.

د ایساف دغه چورلکه د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د شبنې په ورځ را ولوېده، چې ۲۵ امریکايی سرتیري، یو افغان ژباړن او اوه افغان سرتیري پکې ووژل شول.

په میدان وردګو ولایت کې د چورلکې د غورځیدو له امله د وژل شويو امریکایی سرتیرو یاد غونډه پرون په باګرام هوايي ډکر کې ترسره شوه.

د ايساف پوځي وياند جنرال کارسټين جا کوبسن بي بي سي ته وویل، د دغو وژل شويو سرتیرو مړي د امریکا متحده ایالاتو ته انتقال شوي دي.

''د دوی د خدای په امانۍ مراسم پرون په باګرام کې پای ته ورسیدل. او د ناټو پوځي قومندان په دې اړه یوه اعلامیه هم خپره کړې ده. دوی به نن امریکا ته ورسیږي، د دوی الوتکې جرمني ته پرواز کړی او له هغه ځايه به امریکا ته روانه شي.''

پر همدې مهال د امریکا دفاع وزارت، پینټاګون ویلي چې د مړو د انتقال په مراسمو کې به رسنیو ته د خبري پوښښ لپاره اجازه نه ورکول کیږي، خو د قربانیانو کورنۍ په دغو مراسمو کې ګډون کولی شي.

له تیرو لسو کلونو راهیسې، چې کله امریکا په افغانستان کې خپل پوځي عملیات پیل کړل، دا په یوه مهال کې د امریکا یې ځواکونو لپاره تر ګردو خونړۍ ورځ بلل کيږي.

د دوشنبې په ورځ د افغانستان په پکتیا ولایت کې د ایساف بله چورلکه را ولېده، چې وسله والوطالبانو یې د ویشتلو ادعا وکړه.

خو د ايساف پوځي وياند د طالبانو دا ادعا رد کړه او وايي چې څرخکې یې بیړنۍ ناسته کړې او پکې سپرو کسانو ته زیان نه دی اوښتی.