نورې وېدیوګانې
تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر راکمولو د اعلان د هرکلي ترڅنګ دا په افغانستان کې د پرمختګ یوه نښه وبلله .
ښاغلي هېګ کابل ته د خپل سفر پرمهال وویل د پوځيانو راکمول له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په معنا نه دي .
په داسې حال کې چې له وسله والو طالبانو سره د افغانستان د دولت د پخلاینې خبرې تودې شوې، ښاغلی هېګ وايي دغه هڅې باید د یوه افغاني بهیر له مخې پرمخ بېول شي او افغانان پخپل هېواد کې پخپله سوله راولي .
زموږ همکار داود قاريزاده د برتانیا د بهرنیو چارو له وزیر سره مرکه کړې او په پیل کې یې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د هغه د غبرګون په اړه پوښتلي دي .
BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .