افغانستان د کشمیرې تولید فعالوي

- Author, جعفر هاند
- دنده, کابل
افغان حکومت له دوو بهرنیو شرکتونو سره په افغانستان کې د کشمیرې د تولید او پروسس یو تړون لاسلیک کړ .
د تړون له مخې یو برتانوی او یو بلجیمي شرکت به د هرات د نساجي پارک د کشميرې د پروسس او تولید څانګه فعاله کړي .
افغان چارواکي وايي دا مهال په هېواد کې د کشميرې د تولید او پروسس هېڅ ډول فابریکه او صنعت نه شته، او په تېرو څو لسيزو کې هم دغې برخې ته هومره پام نه دی شوی .
اوس دوو بهرنیو شرکتونوپه دغه ډګر کې د څه باندې څلورو ميلیونو ډالرو پانګونه کړې او په پام کې لري د دغې پانګونې پرمټ په افغانستان کې دغه ورک صنعت ژوندی کړي .
دغه دوه برتانوي او بلجیمي شرکتونه به د هرات د نساجۍ په پارک کې په راتلونکي یوه کال د کشميرې د تولید او پروسس چارې پیل کړي .
کشميره یا کرک د یو ډول خاصو وزو له وړیو نه راوځي چې تر یو لړ ځانګړي پروسس وروسته په یو شمېر کیفیت لروونکو ټوکرو او نورو لباسونو کې کارول کېږي .
د سوداګرۍ او صنایعو وزیر انورالحق احدي هیله ښيي چې دغه پروژه په یاده شوې برخه کې نورې بهرنۍ پانګونې ته لار هواره کړي :
''بیا هم زه تکراري وایم چې د پانګونې کچه مهمه نه ده، هغه څه چې مهم دي، چې دا باعث د دې کیږي چې یو صنعت نه چې مخکې موږ لس روپۍ ترلاسه کولی د دې په نتیجه کې کېدای شي دېرش - څلوېښت روپۍ ترلاسه کړو او ځینې خلک په کار واچول شي .
تمه لرو چې نور خلک به راځي او همدلته به د کشميرې په نامه صنعتي پارک جوړېږي چې نورو خلکو ته به د پانګونې موقع برابره شي''.
ښاغلي احدي وویل د دغې پروژې په ترڅ کې به د کشميرې تولید د کال زرو ټنو ته ورسېږي چې څه باندې ۲۰ ميلیونه ډالره کېږي.
چارواکي وايي دا مهال یوازې د کشمېرې خام مواد له هېواده بهر صادرېږي چې د یوه ټن بیه یې شاوخوا ۲۰ زره ډالره ده، خو د دغې پروژې په عملي کېدو سره به یې بیه څو برابره لوړه شي .
د اوس لپاره د دغې فابریکې عواید د حکومت خزانې ته نه ورځي، حکومت له دغو بهرنیو شرکتونو سره د مرستې او هغوی ته د پانګونې د زمېنې د برابرولو په موخه یوازې له دوی نه د ځمکې کرایه اخلي .
افغان چارواکي وايي دغو بهرنیو پانه ګوالو ورسره ژمنه کړې چې په دغه ډګر کې به یو شمېر افغانانو ته مسلکي روزنه هم ورکړي .
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو مرستیال وزیر انجینر متصل کومکي وايي ښايي دغه پروژه زرګونوافغانانو ته کاري زمېنې هم برابرې کړي:
''دې کې به څو شیان په نظر کې نیسو، په حدود د لسو زرو کسانو ته به په غېر مستقیمه توګه کارونه پیداشي، او بله دا چې که چېرته د کشميرې خرڅلاو ډېر شي مالداران به د دې مالونو ساتلو ته مخه کړي چې اوس یې ارزښت کم دی او دا د افغانستان لپاره یو ښه خبر دی''.

د کشمېرې د تولید او پروسس د تړون د لاسلیک کولو پرمهال د دوو پانګه والو ،د برتانیا د نړیوال فایبر، د بلجیم د تریتکس په نامه شرکتونو استازو او په کابل کې د دغوهېوادونو د سفارت چارواکو هم برخه لرله .
یاد شوي شرکتونه خوښ ول چې په افغانستان کې د کشمېرې د تولید په برخه کې لومړني پانه ګوال بلل کېږي، دوی وویل دا مهال د افغانستان د کشمیرې صنعت په بد وضیعت کې دی، خو ژمنه یې وکړه چې په نړیوالو معیارونو به یې برابر او نړیوالو بازارونو ته ور ورسوي .
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي له چین او منګولیا نه را وروسته افغانستان درېیم هېواد دی چې د کشمیرې د تولیدوونکو وزو ځانګړی نسل لري چې د هېواد په جنوب او جنوب لوېدیځ کې ډېر پیدا کېږي .








