د بامیانو د ولايتي شورا رییس ووژل شو

- Author, جعفر هاند
- دنده, کابل
افغان امنيتي چارواکو منلې چې د بامیانو د ولايتي شورا د رییس مړی یې چې طالبانو تښتولی و، موندلی .
وسله والو طالبانو د بامیانو د ولايتي شورا رییس جواد ضحاک د جمعې پر ورځ د کابل-بامیان پر لویه لارد پروان ولایت په 'سیاه ګرد' ولسوالۍ کې له ګاډي کوز کړی و .
د افغانستان د یوې ولایتي شورا د مشر وژل کېدل لږ تر لږه د کرزي په حکومت کې د خپل ډول لومړنۍ او تازه پېښه بلل کېږي .
افغان پولیسو د بامیانو د ولایتي شور د رییس جواد ضحاک مړی د پروان ولایت په 'پل رنګان' سیمه کې د سړک له غاړې موندلی دی .
د بامیانو والۍ حبیبه سرابي د جواد ضحاک وژنه یو دردونکی او خواشینوونکی خبر وباله :
''له بده مرغه موږ ته چې کوم خبرونه رارسېږي، بد خبرونه دي، هغه جسد یې چې موندلی، پېژندل شوی چې د بامیانو د ولایتي شورا د مشر جسد دی . دی د جمعې پر ورځ تښتول شوی او وژل شوی دی، موږ ته را رسیدلي خبرونه همدا دي.''
ویل کېږي چې وسله والو طالبانو له ده سره د هغه څلور ساتونکي هم بېولي او وژلي دی، خو د پروان امنیه قومندان شیر احمد بي بي سي ته دا خبر رد کړ .

افغان چارواکي په ښکاره د جواد ضحاک وژل د وسله والو طالبانو کار بولي، خو تر اوسه دغې ډلې په دې اړه څه ویلي نه دي .
ویل کېږي چې سپین ږیرو د ښاغلي ضحاک د خلاصون په موخه له طالبانو سره خبرې هم پیل کړې وې .
د جواد ضحاک مړی بامیانو ته لیږدول شوی او په پام کې ده سبا جمعه(جون -۸) په بامیانو کې خاورو ته وسپارل شي.
بامیان د افغانستان مرکزي او یو توریستي ولایت دی چې د امنیت له اړخه د نورو ډېرو ولایتونو پرتله ارام بلل کېږي .
دا د هغوو ولایتونو په ډله کې دی چې امنیتي چارې به یې په راتلونکو څو اوونیو کې افغان ځواکونو ته وسپارل شي .








