ملي امنيت: زموږ معلوماتو اسامه پيدا کړ

- Author, حامد حليمي
- دنده, کابل
د افغانستان د ملي امنیت چارواکو د هغو رپوټونو پخلی کړی چې وایي د افغانستان د استخباراتو ادارې په پاکستان کې د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن د پټنځای په موندلو کې له امریکا سره د پام وړ مرسته کړې ده.
د ملي امنیت یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې د افغانستان د استخباراتو ادارې په تیر اګست مېاشت کې د هغه کور په اړه معلومات له امریکایي چارواکو سره شریک کړي وو چې اسامه بن لادن په کې ووژل شو.
د سرچینې په وینا امریکایي چارواکو هغه مهال په دې اړه خپله لیوالتیا هم په ډاګه کړې وه.
سرچینه وایي فکر يې کاوه چې دغلته د طالبانو یو لوړ پوړی چارواکی مولوي عبدالکبیر اوسیږي .
دی وايي امریکایي چارواکو د دوی له خوا د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته په دې اړه خپلې پلټنې پیل کړې او څلور ورځې وړاندې یې په همدې کور کې د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن وواژه.
خو په خبره يې افغان لوري امریکایي ځواکونو ته د معلوماتو له ورکړې وروسته په دې اړه نورو پلټنو او یا هم عملیاتو کې ګډون نه درلود.
د افغان چارواکو دغه تازه څرګندونې وروسته له هغې را څرګنديږي چې تر دې وړاندې ځینو رسنیو داسې رپوتونو خپاره کړې و چې د افغانستان د استخباراتو ادارې د القاعده د ډلې مشر د موندلو په عملیاتو کې د پام وړ مرسته کړې ده.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمن د پاکستان په اېبټ اباد کې د اسامه بن لادن له وژولو وروسته د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي و چې د بن لادن ختمول د دريو هیوادونو ګډ بری دی، چې ظاهرآ يې مقصد امریکا، پاکستان او افغانستان دي.








