په هرات کې د سويا کښت په پراخېدو دی

- Author, محمد قاضي زاده
- دنده, له هراته
په لویدیځ ولایت هرات کې د سویا کښت د تېرو کلونو په پرتله پراخ شوی او چارواکي وایي هڅه يې دا ده چې کال په کال ډیر نور کروندګر د دغه بوټي کښت ته وهڅوی. د سویا څخه په ځینو هیوادو کې غوړي، شیدې ، بیسکېټ او ځینې نور خوراکي توکي جوړیږی.
په هرات کې هم د یوې بهرنۍ موسسې له خوا د سویا د شیدو د تولید یو ماشین فعاله شوی ده. له سویابين نه جوړ شوي خوراکي توکي معمولا هغو کسانو ته ورکول کیږی چی په خوارځواکۍ يا سوء تغذي اخته وی.
د سویا کښت نیږدې څلور کاله وړاندې په هرات کې پیل شو، اود چاوراکو په وینا د هر کال په تېرېدو سره یې تر کښت لاندې شوې سيمو پراختیا موندلی.
تیر کال په هرات کې پر شاوخوا ۳۶۰ هکتاره ځمکه سویا کرل شوي وو ، خو سږ کال چارواکي وایي چې ۱۲۰ هکتاره پکې زیاتوالی راغلی دی.
عبدالقیوم د هرات د کرنې ریاست د ترویج له هغو کارکونکو څخه یو دی چې د سویا د کښت بهیر له نیږدی څاري.
دی وایي سره له دې چی اوس دوی د سویا د کښت په لومړنیو پړاونو کی دي، خو هیله څرګندوی چی ډیر ژر یی کښت په پراخه کچه دود شی:
(( د سویا تخمونه سږ کال موږ د هرات د شینډنډ، ګذری او انجیل په ولسوالیو کی د ۶۰۰ جریبه ځمکې لپاره ویشلی. زموږ یو پروګرام دا دی هر نبات چې تازه راځی موږ هڅه کوو چې د هغه کښت دلته دود شي او زیات شي.))
سویا هغه نبات دی چې اوس په مختلفو هیوادونو کې د غوړیو، شیدو، بسکیت او نورو خوراکي توکو د جوړولو په برخه کې کارول کیږی.
د هرات د کرنې په ریاست کی هم د تعلیم او تغذیی نړیوال دفتر یا (ای ان آی) موسسی لخوا یوه دستګاه ځای پر ځای شوې چیې له سویا نه شیدې جوړوي
سره له دې چې د چارواکو په وینا د پخوا په پرتله نسبتآ زیات شمیر کروندګر اوس د سویا کښتونو ته مخه کړې.
خو یوشمیر کروندګر بیا وایي چې د دوی د لاس ته راوړنو کچه په دې برخه کی هم په هغو امکاناتو پورې اړه لري چې دوی اوس ورته لاسرسی نه لری.
د انجیل ولسوالۍ اوسیدونکی جمعه ګل وايي: (( دا یو ښه نبات دی او د حاصلاتو کچه یې هم ډیره وي خو موږ هغو امکاناتو ته اړتیا لرو چې د سویا د حاصلاتو د ټولولو او میده کولو لپاره کارول کیږي.))
تراوسه د هرات په ځینو ولسوالیو کې سلګونه کروندګرو ته د سویا تخمونه په پور ویشل شوي او دوی مکلف دي چې د حاصلاتو له ټولو وروسته په پور ترلاسه کړي لس کیلو تخمونه بیرته د کرنې ریاست ته ورکړي.
ویل کیږی چې د لس کیلو تخم نه ۷۰۰ کیلو ګرامه سویا ترلاسه کیږی.








