په هلمند کې مخابراتي شبکې بېرته فعالې شوې

- Author, عزیز احمد شفیع
- دنده, هلمند
د افغانستان په سویلي ولايت هلمند کې پر ګرځنده ټيلفونو لګېدلی بنديز بېرته پورته شوی دی. په هلمند کې د بي بي سي خبريال وايي چې ګرځنده يا موبايل ټیلفونونو نن له غرمې مخکې په لسو بجو بېرته په فعاليت پيل وکړ.
په دغه ولايت کې پرته له دولتي مخابراتي شرکت نه ، د ګرځنده تيلفون څلور نور شرکتونه هم فعاليت کوي.
تر اوسه حکومتي چارواکو او د تيلفوني شبکو مسوولينو په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی ، خو طالبانو ويلي چې په تېرو لسو ورځو کې د تيلفوني شبکو د بندیدو پر مهال خپل هدف ته رسېدلي دي.
د طالبانو يوه وياند رسنيو ته ويلي اوس يې چې خپل هدف تر لاسه کړی ، نو تيلفوني شبکو ته يې هم د بيا فعاليت اجازه ورکړې ده.
دغه طالب وياند ويلي چې هغوی د خلکو او خپلو ملګرو ستونزې په پام کې نيولي او دوباره يې شبکو ته د فعاليت اجازه ورکړه.
وسله والو طالبانو د نوي لمريز کال پر دويمه په هلمند کې د مخابراتي شبکو پر فعاليتونو بنديز ولګاوه او هغه مهال معلومه نه وه چې تر کومه به دا بنديز دوام وکړي.
طالبانو ګواښ کړی وو که چېرته دغه شبکې د دوی خبرداري ته پام ونه کړي او تر سرغړونه ترې وکړي ، نو په خبره يې د دغو شبکو ستنې يا انتنونه به والوځوي.
وړاندې تر دې په هلمند ولايت کې د دوو انتنونو د وېجاړيدو په هلکه خبر ورکړل شوی وو.
ځايي خلکو رسنيو ته ويلي چې په تېرو لسو ورځو کې د مخابراتي شبکو د فعاليتونو د ځنډيدو له کبله يې ډېرې ستونزې ګاللي دي.
دوی وايي په دغه موده کې يې ونه شو کړی چې په هلمند ، د افغانستان دننه او په بهر کې له خپلو دوستانو سره اړېکې ونيسي او د هغوی له حاله خبر شي .
په تېرو کلونو کې هم څو ځله وسله والو طالبانو د افغانستان په سوېل کې د لنډې مودې لپاره مخابراتي شبکې له فعاليت کولو منع کړې وې.
داسې برېښي چې طالبان پخپله هم نه شي کولی چې پرته له تيلفوني اسانتياو د اوږدې مودې لپاره خپلو فعاليتونو ته ادامه ورکړي.








