کونړ: د بهرنیو ځواکونو بمبارۍ ۹ ماشومان وژلي

د افغانستان ختيځ ګونړ ولایت ځايي چارواکي وايي نن (سه شنبه، د مارچ لومړۍ) بهرنیو ځواکونو په ماڼوګۍ ولسوالۍ کې بمبار کړی دی .
سیمه ییزو خلکو هم تایید کړې چې بهرنیو ځواکونو د ماڼوګۍ په ننګلام سیمه کې نن ماسپښين بمبار کړی، چې تر اوسه په کې د نهو ماشومانو د وژل کېدو او د دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی .
د ماڼوګۍ امنیه قومندان ګل رحمن بي بي سي ته بمبار تایید کړ، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ونه ویل .
نوموړي زیاته کړه چې په دې برید کې د دولت مخالفین هم وژل شوي، خو کره شمېر یې لانه دی په ډاګه شوی او سیمې ته یې اوس پلټونکې ډله استولې ده .
څو ورځې وړاندې هم په کونړ کې بهرنیو ځواکونو بمبار کړی، چې د ماشومانو او ښځو په ګډون په کې شاوخوا ۴۰ ولسي وګړي وژل شوي ول .
که څه هم افغان ولسمشر په ټينګار له بهرنیو ځواکونو د ولسي وګړو ژوند ته د پام کولو غوښتنه کړې، خو دا په تېرو نژدې لسو ورځو کې درېیم هوايي برید دی، چې ولسي وګړي په کې وژل کېږي .
په افغانستان کې د ناټو ایساف ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي خپلو قومندانانو ته یې له سره تر ممکنه بریده د ملکي تلفاتو د مخنيوي لارښوونه کړې ده .
دغه امریکایي جنرال له بي بي سي سره په یوه ځانکړې مرکه کې د افغانستان د خلکو خوندیتوب د خپلو ځواکونو اساسي دنده بللې او وایي د تیر پر تله د عملیاتو پر مهال د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې په کچه کې د پام وړ کمی راغلی، خو دا مني چې لا هم کله- ناکله د دوی د ځواکونو په دفاعي عملیاتو کې ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي.

په افغانستان کې د ناټو – ایساف ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پېټرېیاس دغه څرګندونې تر ډېره د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې شاوخوا لس ورځې وړاندې د ناټو په هوایي بمبارۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د لسګونه ملکي وګړو د وژل کیدو پیښې ته غبرګون وو .
ښاغلي پیټرېیاس وویل ده د یوه لارښود یا دایریکتف په ترڅ کې له خپلو قوماندانانو په کلکه غوښتي چې تر وسه وسه د ملکي تلفاتو مخنیوي ته پام وکړي.
په ټوله کې د ښاغلي پيټرېیاس انګیرنه داوه چې د تېر پر تله دا مهال د ناټو ایساف په عملیاتو کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې په کچه کې د پام وړ کمې راغلی او برعکس یې ادعا دا وه چې ګواکې ۷۰ سلنه ملکي وګړي د طالبانو په بریدونو کې وژل کېږي .
د هلمند بمبار
بل خوا د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې د ناټو په بمبار کې د سړک جوړونې د یوه خصوصي امنیتي شرکت څلور ساتونکي وژل شوي او یو بل ټپي دی .
خو بهرنیو ځواکو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي .








