د موسيقۍ مینه وال د شرقي او غربي موسيقۍ ګډوله غږوي

افغانستان کې چې جګړو او بې وزلۍ په کې عادي ژوند ګډوډ کړی ډېر لږ وخت وي چې خلک دې څو شيبې په خوښيو کې تېرې کړي.
د عکس تشریح، افغانستان کې چې جګړو او بې وزلۍ په کې عادي ژوند ګډوډ کړی ډېر لږ وخت وي چې خلک دې څو شيبې په خوښيو کې تېرې کړي.

که څه هم د افغانستان دوديزه ټولنه له موسيقۍ سره چندانې جوړه نه ده ، خو اوسني سياسي چاپېریال د دې زمينه برابره کړې چې نه يوازې هلکانو ، بلکې په وروستيو کلونو کې ډېرو نجونو هم د سندرو ويلو او د موسیقۍ د الاتو زده کولو ته مخه کړې ده.

حکومت هم د موسيقۍ د ودې او پرمختګ نه د ملاتړ لپاره د خپلو هڅو په لړ کې د موسيقۍ ښوونځۍ بيا رغولی دی . دغه ښووونځي ته د حرفوي موسيقۍ د زده کړې لپاره په لسګونو زلمیان او پېغلې ورځي.

عبدالله ستانکزي په دې اړه دا راپور چمتو کړی چې د موسيقۍ په غږ پيلېږي.