دولت: په کندوز کې ۴۰ وسله وال طالبان تسلیم شول

وسله وال طالبان
د عکس تشریح، د وسله والو طالبانو یوه ویاند ويلي چې په کندوز کې یې جنګیالي دولت ته نه دي تسلیم شوي.

افغان پولیسو د هېواد په شمال کې له افغان ځواکونو سره د ۴۰ وسله والو طالبانو د یوځای کېدو خبر ورکړی دی.

د کندوز ولایت د پولیسو مشر عبدالرحمن سیدخېلي ويلي، دغه کسان د تاجکستان پولې ته څېرمه په امام صاحب ولسوالۍ کې له دولت سره یوځای شوي.

خو د طالبانو یوه تن ویاند ذبیح الله مجاهد دا خبر رد کړی دی.

د کندوز د پولیسو مشر وايي، هره میاشت له دولت سره له لسو تر ۱۵ جنګیالي طالبان له دولتي ځواکونو سره یوځای کېږي، خو د تېرې سه شنبې پر ورځ په ډله ییزه توګه ۴۰ طالب جنګیالي له دولت سره یوځای شول.

دغه کسان وروسته له هغه له افغان ځواکونو سره یوځای شوي، چې افغان ځواکونو د اورپکو پرضد د پراخو عملیاتو خبر ورکړی و.

له تسلیم شویو څخه یوه تن قومندان ملا محمد ګل رویټرز خبري اژانس ته ویلي، القاعده او بهرني جنګیالي له ده او دده له ملګرو سره خیانت کړ دی.

امریکايي ځواکونه
د عکس تشریح، څو اوونۍ وړاندې په کندوز کې د اورپکو د ځپلو په موخه د افغان او ناټو ځواکونو ګډ عملیات وشول.

نوموړي ويلي: "دوی له افغانستانه وتښتېدل او موږ یې له مرستې کولو پرته یوازې پرېښودو."

د افغانستان په شمال کې د ناتو تر چوکاټ لاندې شاوخوا ۳۵۰۰ جرمن سرتېري مېشت دي.

په تېرو څو اوونیو کې د افغانستان په شمالي ولایت کندوز کې د اورپکو د ځپلو په موخه د افغان او ناټو ځواکونو ګډ عملیات شوي دي.