راسموسن: هدف لرو چې افغانان د خپل کور واکداران شي

د ناټو سرمنشي ویلي افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو سپارل به تر ټاکل شوې مودې ۲۰۱۴ کال او یا ښايي چې د ۲۰۱۵ کال تر پایه پورې وخت واخلي.
اندرس فو راسموسن دا څرګندونې د لیزبون تر غونډې یوه ورځ مخکې کړې دي.
ټاکل شوې چې د راتلونکې جمعې پر ورځ په لیزبون کې افغان امنيتي ځواکونو د امنیتي چارو د سپارلو د مهال وېش په اړه غونډه وشي.
د دغه پلان په اړه نور جزییات نه دي په ډاګه شوي، خو د ناټو سرمنشي وايي چې د واک سپارلو اراده خپله د افغان حکومت لخوا ښودل شوې ده:
''په حقیقت کې دا عزم چې تر ۲۰۱۴ کال پورې افغان امنيتي ځواکونه د مسؤولیتونو مشري پرغاړه واخلي، د ولسمشر کرزي لخوا ښودل شوې، او په وروستیو میاشتو کې د خپلو تجربو پربنسټ ډېر خوشبینه یم چې دا پلان به عملي کېږي.''
د کرزي نیوکې
د ناټو سرمشريزه د ولسمشر کرزي لخوا په روانه اوونۍ کې په افغانستان کې د امریکا د تګلارې پر ځینو برخو نیوکو په ځانګړې توګه د شپې له پلوه د ناټو لخوا په عملیاتو کې پر ملکي تلفاتو د نیوکو او څومره ژر چې امکان ولري له افغانستانه د امریکايي پوځيانو د وتلو غوښتنې او هغې د امریکايي قومندان له ځواب وروسته کېږي.
پخپله د ناټو سرمنشي له بي بي سي سره په مرکه کې ومنله چې افغانان د ملکي تلفاتو په اړه اندېښمن دي، خو اکثریت یې د ناټو د عملیاتو ملاتړ کوي:
''نظرپوښتنې ددې ښودنه کوي چې د افغانانو اکثریت مني چې په هېواد کې یې د پرمختګ لپاره د نړیوالو موجودیت لومړنی شرط دی، او موږ به هلته تر هغه پورې یو چې کار مو نه وي بشپړ کړی، خو ښکاره خبره ده چې دا شتون به د تل لپاره نه وي. موږ دا هدف لرو چې بلاخره خپله افغان د خپل کور واکداران شي.''

افغاننستان چې دا مهال تر ۴۰ ډېر هېوادونه له پوځي پلوه پکې ښکېل دي، د تېرې میلادي میاشتې په وروستیو کې د دې خبرو په رابرسېره کېدو چې په ختيځ ولایت ننګرهار کې هم د نشه یي توکو د تولید پرضد عملیاتو کې برخه اخیستې وه، د افغان ولسمشر نیوکې راپارولې وې.
خو ناټو په افغانستان کې د روسیې ښکېلتیا ډېره ګټوره بللې ده.
ښاغلي راسموسن تمه وښوده چې روسیه به په افغانستان کې د ناټو لپاره ډېره مرسته برابره کړي.
وړاندې په افغانستان کې د ناټو د ملکي برخې لوړ پوړي استازي مارک سیدول ویلي وو ناټو ځواکونه کولی شي له ۲۰۱۴ کال ورهاخوا هم د جګړیزو عملیاتو مشري وکړي.
ولسمشر کرزي دغه نیټه په بشپړه توګه خپلو ځواکونو ته د چارو د سپارلو لپاره ټاکلې.
ښاغلي سیدول وویل د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې د امنیتي ستونزو لرې کول یو هدف و، نه د پای نېټه.
د نوموړي په وینا دا یو ریښتینی هدف و، خو تضمین شوی نه.
د نوموړې دا تازه څرګندونې د ناټو سرمشریزې په درشل کې راځي چې تمه ده تر ډیره یې پام له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو پر پلان ورټول وي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونه وایي د اورپکو د ځپلو په موخه یې د سویلي ولایت هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې یو لړ تازه عملیات پیل کړي دي.
دغو عملیاتو ته د امید نوم ورکړل شوی دی.
ناټو ځواکونو د یوې ویناپاڼې په خپرولو د امید عملیات د افغان ځواکونو په مشرۍ تر ټولو ستر عملیات بللي دي.
د ویناپاڼې د معلوماتو پر بنسټ د عملیاتو په لومړۍ ورځ ناټو ځواکونو ته یوه اندازه وسلې هم په لاس ورغلې دي.








