د سیمه ییزو پولیسو ګمارنه پيل شوه

- Author, مصطفی سالک
- دنده, کابل
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې د سيمه ييزو پوليسو د گمارلو چاره د بېلابېلو ولايتونو په اتو ولسواليو کې په رسمي ډول پيل شوې ده، او تر دې مهاله په سلگونو دغه راز پوليس په دندو گمارل شوي دي.
ايساف ځواکونو د کورينو چارو وزارت ددغه گام ستاينه کړې او ويلي يې دي چې د سیمه یيزو پوليسو جوړول د امنيت د ټينگولو او د وسله والو مخالفانو د اغېز د کمولو په برخه کې کارنده ونډه اخستى شي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي که د افغانستان په هره برخه کې د سيمه ييزو پوليسو لپاره اړتيا وليدل شي هلته به دغه راز پوليس جوړېږي او له ملي پوليسو سره به په همغږي ډول خپلې دندې پر مخ بيايي.
د کورينو چارو وزارت وياند زمري بشري وويل چې په لومړي گام کې تر دې مهاله د ارزگان ولايت په خاص ارزگان او گيزاب ولسواليو کې همدا راز د کندهار ولايت په ارغنداب، د هرات ولايت په شين ډنډ، د فراه ولايت په پشت رود د پکتيکا ولايت په برمل او د پکتيا ولايت په ځاځيو او ډنډ پټان ولسواليو کې د سيمه ييزو پوليسو گمارل پيل شوي دي.
ښاغلي بشري وويل چې تر دې مهاله ددغه بهير په ترڅ کې په سلگونو کسان پر دندو گمارل شوي دي:
''پروگرام داسې دى چې دا کار د ولسوالۍ له شورا سره او ولايتي شورا سره د نژدې مشورې په پايله کې او له واليانو او ولسوالانو سره د همغاړيتوب په پايله کې تر سره کېږي د پوليسو جلب او جزب تر ډېره د همدغو ارگانونو له خوا تر سره کېږي.''
ښاغلي بشري وويل چې د سيمه ييزو پوليسو رامنځ ته کول به په دغه هېواد کې د امنيت د ټينگولو او خونديتوب په برخه کې اغېزمن پرېوځي.
نوموړي وويل چې په دويم پړاو کې به په نهو نورو ولسواليو کې د سيمه ييزو پوليسو د گمارلو چاره پيل شي.
ښاغلي بشري وويل په پام کې ده چې په ټوليزه توگه په ټول هيواد کې ۱۰۰۰۰ سيمه ييز پوليس پر دندو وگمار ل شي.
ښاغلي بشري وويل چې د سميزو پوليسو دندې د ملي پوليسو په پرتله لږې دي چې له دې کبله به سميزو پوليسو ته د ملي پوليسو د معاش ۶۰ سلنه ورکول کېږي.

بله غاړه ايساف ځواکونه هم د سميزو پوليسو د گمارلو ملاتړ کوي او د امنيت د خونديتوب په برخه کې يې اغېزناک گڼي.
جوزف بلاتز وايي:''په څرگنده دا د سولې، جوجاړي او بيا رغاونې په برخه کې يو ارزښتناک نوښت دى، موږ ددغه بهير پر وړاندې ژمن يو، د سميزو پوليسو گمارل سيمه ييز خلک پياوړي کوي او د مخالفانو د اغيز مخه نيسي.''
دا په داسې حال کې ده چې د پوځي چارو ځينې کارپوهان د سيمه ييزو پوليسو له جوړولو سره مخالف دي او وايي چې کېدى شي وسلوال مخالفان ددغو پوليسو ليکو ته لاره بيا مومي او د لاډېرو نا امنيو لامل شي.








